د ولسمشرۍ د انتخاباتو رای شمېرنه بیا پیلېږي
![د ولسمشرۍ د انتخاباتو رای شمېرنه بیا پیلېږي](https://gdb.rferl.org/C4F70776-BCEA-4F7D-87F1-0D87D4C0C9CF_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون د راییو د بیاګڼلو او تفتیش بهیر، نن [یکشنبه د عقرب ۲۶مه] له سره پيلوي.
د کمېسون مشرې، حوا علم نورستانۍ پرون په کابل کې خبريالانو ته وویل چې دا پرېکړه یې له معترضو انتخاباتي ډلو سره د موافقې له مخې کړې ده.
حوا علم نورستانۍ وویل: د ټاکنو خپلواک کمېسون دټولو کاندیدانو له استازو سره تر دوه وارې خبرو او بحث وروسته د راییو د بیاشمېر او تفتیش بهیر له سره پېلوي .
هغې له ټولو انتخاباتي ډلو او څارونکو غوښتنه وکړه چې د شفافو پایلو د اعلان لپاره مرسته ورسره وکړي.
د راییو د تفتیش او بیاشمېرنې بهیر د عقرب په ۱۸ پېل شو.
د ټاکنوخپلواک کمېسون ویلي چې په ۲۰ ولایتونوکې دا بهیر بشپړ شوی دی.
خو په پاتې ۱۴ ولایتونو کې دا بهیر تېره اونۍ د یوشمېر انتخاباتي ډلو له دمخالفت له امله بند شو.
له دې امله حتی د ټاکنود خپلواک کمېسون یوشمېر سیمېز دفترونه وتړل شول.
حوا علم نورستانۍ وویل چې د ۲۶۲ انتخاباتي محلونو ۱۳۹۴۹ رایې به چې د بایومتریک معلوماتو پر اساس خو د رایې ورکولو لپاره له ځانګړي وخته بهر ثبت شوي وڅېړي اوکه ثابت شوه چې تقلب شوی، به بې اعتباره به يې اعلان کړي.
هغې ټینګار وکړ چې یوازې د بایومتريک معلوماتو پر اساس ثبت شوې رایې ته اعتبار ورکوي.
خو وویل چې د هغو افغانانو رایې باید ضایع نه شي چې د میزان په شپږمه یې په سختو شرایطو کې راییه ورکړه.
حوا علم نورستاني: د ټاکنوخپلواک کمېسون هڅه کوي چې دجمهوري ریاست د ټاکنو ابتدايي پایلې په شفاف ډول او په تر ټولو نږدې ، ممکن فرصت کې اعلان کړي.
د ټاکنو د قانون له مخې باید ابتدایي پایلي د میزان په ۲۷مه اعلان شوې وائ.
خو کمېسون درې وارې د ابتدايي پایلو اعلان ځنډولی دی.
وروستی مهلت یې د عقرب ۲۳مه وه.
د ټاکنودخپلو اک کمېسون مشرې پرون هم ونه ویل چې دقیقاً، څه وخت به د جمهوري ریاست د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلانېږي.
خو نورستانۍ وویل چې په ۱۴ ولایتونو کې د راییو د بیا شمېرنې له بهیر سره د یوشمېر انتخاباتي ډلو مخالفت ، درې ورځې د دې بهیر په ټپه درېدل او د درملوګ له شرکته د معلوماتو په ترلاسه کولو کې څه باندې یوه اونۍ ځنډ هغه اساسي عوامل دي چې له امله یې د ټاکنو ابتدايي پایلې وځنډېدې.