ګرجستان کې د پارلمان د پرېکړې پر خلاف لاریونونو دوام
اعتراض کوونکو نن د ګرجستان په پلازمینه تبلیسي کې پارلمان ته ورتلونکې لاره وتړله. دوی وایې تر هغو به د پارلمان غړي دننه ورپرې نږدې چې د تر وخت مخکي انتخاباتو غږ ونه شي.
نن د نومبر په ۱۸مه په تبلیسي کې د روانو اعتراضونو څلورمه ورځ ده .اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول چې پارلمان له مختلط څخه متناسب سیسټم ته د انتخاباتي نظام د اړولو په برخه کې د اساسي قانون تعدیل رد کړ.
د ګرجستان د کورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا مظاهرې د قوانینو تر محدودې اوښتې دي. په اعلامیې کې دا نه دي ویل شوي چې د پارلمان ودانۍ له مخې د دغو اعتراض کوونکو د لیري کیدو له پاره به اقدام وشي که څنګه.
غربي دیپلوماتانو اندېښنه ښودلې چې ښایې دا اعتراضونه په تاوتریخوالي واوړي.
د امریکا متحده ایالاتو او اروپایې ټولني د نومبر پر ۱۷مه د ګرجستان له حکومت ، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو غوښتي چې آرامې او د درناوي وړ مذاکرات پیل کړي.
په ګرجستان کې د اروپایې ټولني پلاوي او هم د امریکا متحده ایالاتو سفارت په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي، په اساسي قانون کې د تعدیلاتو د تصویب په اړه د پارلمان د ناکامۍ له کبله د ګرجستان ټولنې د لویې برخې ژوره مایوسي مني.
معترضان ادعا کوي چې مختلط انتخاباتي نظام د ګرجستان د واکمن ګوند په ګټه دی.