چارواکي: کونړ کې داعش ډله جدي ګواښ نه شي پېښولى
![چارواکي: کونړ کې داعش ډله جدي ګواښ نه شي پېښولى](https://gdb.rferl.org/A97CD320-A901-4B49-88C6-6CA63E4B9DBE_w800_h450.jpg)
د کونړ ولايت چارواکي وايي په دغه ولايت کې د داعش په نوم وسله وال کوم جدي ګواښ نه شي پېښولى.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د کونړ څنګلور ولايت ننګرهار په مرکز جلال اباد کې وويل، چې په دې ولايت کې داعش ډله په بشپړ ډول له منځه تللې ده.
خو په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي نعمت اله کرياب پرون وويل، چې د داعش ډلې وسله والو د کونړ په ځينو ولسواليو کې امنيتي خطر رامنځته کړى دى.
د کونړ د والي مرستيال ګل محمد بيدار تېر ماښام ازادۍ راډيو ته وويل، د داعش وسلوال دومره جدي ګواښ نه دى.
بیدار زیاته کړه: "جدي ګواښ يې په دې نه ګڼو، يو خو دا دى چې دوى په لرې پرتو سيمو او ځنګلونو کې دي چې کله مو عمليات تنظيم کړي او د دوى پر وړاندې مو اقدام کړى، دوى ته مو زیانونه اړولي او دوى تښتېدلي دي، ژمى دى، هوا هم يخه ده، دوى يوازې پټنځايونه ګوري چې ژوندي پاتې شي، د پرمختګ او ګواښ پېښولو وړ نه دي."
د ننګرهار والي تېره يکشنبه ازادۍ راډيو ته ويلي وو، چې په دې ولايت کې د داعش ډلې تر ٦٠٠ زيات غړي دولت تسليم شوي دي.
هغو وسله والو چې ځانونه په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې غړي بولي، په افغانستان کې د ځينو خونړيو بریدونو مسؤليت منلى دى.