د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: لا هم د سرغړونکو کارکوونکو نوملړ نه دی راسپارل شوی
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون لاهم د خپلو هغو کارکوونکو نوملړ چې په ټاکنیزو درغلیو او سرغړونو کې لاس لري د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته نه ده سپارلی.