د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د بشري حقونو د یوه فعال پر برخلیک اندېښنه ښوولې
![د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د بشري حقونو د یوه فعال پر برخلیک اندېښنه ښوولې](https://gdb.rferl.org/9A6E6FD9-F1E2-4B7C-8E6E-B94D02E41AD6_cx0_cy30_cw0_w800_h450.jpg)
په پاکستان کې د بشري حقونو کمېسیون د بشري حقونو د فعال ادریس خټک د برخلیک په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ادریس خټک کورنۍ ویلي چې د هغه په اړه هېڅ معلومات نه لري.
نوموړی تېره اونۍ صوابۍ ته په لاره کې له خپل موټرچلوونکي سره یوځاي بې درکه شو.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسون پرون، د نومبر په ۲۰مه وویل، دا ښايي په پاکستان کې د روانو جبري بې درکیو یوه بله پېښه وي.
ادریس خټک د نوښار (نوشهره) اوسېدونکی دی او په پاکستان کې یې د بشري حقونو د څارنې نړیوالې ادارې او د عفوې نړیوال سازمان ته کار کړی و.
د پاکستان حکومت تر اوسه پر دې پېښه هېڅ خبره نه ده کړې.