حمدالله محب د ګډو ګټو لرونکو هېوادونو ناسته کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ګډو ګټو لرونکو خپلواکو هېوادونو د امنیتي مشرانو په غونډه کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي.
دغه غونډه پرون د نومبر په ۲۰مه، په مسکو کې جوړه شوې وه.
د ګډو ګټو لرونکو خپلواکو هېوادونو د وېبپاڼې په حواله، د دې سازمان د ملي امنیت شورا مشرانو پر هغو تهدیدونو او امنیتی خطرونو خبرې وکړې چې د دې سازمان غړي هېوادونه ورسره مخامخ کېدلائ شي.
د حمدالله محب او نورو د خبرو جزئیات نه دي په ډ اګه شوي.
په پرونۍ غونډه کې د ګډو ګټو لرونکو خپلواکو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پر پراختیا خبرې شوي، ترڅو په اغېزناک ډول د غړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې د بهرنیو تروریستانو د فعالیت او تګ راتګ مخنیوی وکړي.
د قزاقستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار پرون د بهرنیو ګواښونو او همدا راز د سوریې او افغانستان د وضعیت په اړه خپل رپوټ نورو ته وړاندې کړ.