د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو رسما په فساد تورن شو
د اسراییل لوی څارنوال اویخای مندلبیت د دغه هېواد صدراعظم بنیامین نتانیاهو رسما د فساد په څو مواردو تورن کړ.
دا اقدام ښايي اسراییل له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ کړي.
ښاغلي مندلبیت پرون پنجشنبې (نومبر ۲۱مه) خبریالانو ته وویل، ښاغلی نتانیاهو په تقلب، د امانت په خیانت او د بډو په منلو تورن دی. هغه زیاته کړه چې دا پریکړه د ده لپاره ګرانه وه.
"نن سخته او ګرانه ورځ ده. نن ما د صدراعظم بنیامین نتانیاهو مدافع وکیل ته خپله هغه پرېکړه اعلان کړه چې له مخې یې دی په درېیو جرمونو تورن شوی دی."
د نتانیاهو په اتهام پاڼه کې ویل شوي چې هغه په یوه قضیه کې د سلګونه زره ډالرو په ارزښت شامپاین مشروب او سګرټ په بډو کې منلي دي او په دوو نورو مواردو کې یې هڅه کړې چې له رسنیو څخه د ځان په ګټه کار واخلي.
ښاغلی نتانیاهو د اسراییل لومړنی برحال صدراعظم دی چې په فساد تورنېږي. نتنیاهو دا تورونه له کودتا سره یوشان بللي او ویلي یې دي چې استعفا به ونه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اسراییل له سخت سیاسي کړکېچ سره مخامخ دی.
نتانیاهو او سیال یې بینی ګانتز د سپټمبر میاشتې له انتخاباتو وروسته، د اسراییل په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په پارلمان کې د اکثریت ائتلاف جوړ نه شوای کړای.