پامپيو: امريکا به د اعتراض کوونکو ځورونه ښکاره او وغندي
د امريکا د بهرنيو چارو وزير له ايرانيانو غوښتنه وکړه، چې د رژيم له خوا د اعتراض کوونکو د ځپلو د مستند کولو لپاره دې ويډيوګانې، عکسونه او نور معلومات دوى ته ورولېږي.
دا غوښتنه په داسې حال کې مطرح کېږي، چې ايران کرار- کرار د انټرنټ د خدماتو پرچاوي کمه کړې ده.
مايک پامپيو پرون په انګرېزۍ او فارسي ژبو په يوه ټويټ کې ويلي: امريکا به د اعتراض کوونکو ځورونه ښکاره او وغندي.
ايراني رسنيو راپور ورکړى چې د انټرنټ خدمات تر بشپړې پرچاوۍ وروسته د دغه هېواد په ځينو برخو کې بېرته اعاده شوي دي.
دغه پرچاوي د دې سبب شوې وه، څو د ايران په شا و خوا ١٠٠ ښارونو او ښارګوټو کې د خپرو شويو خونړيو اعتراضونو روڼ تصوير خلکو ته وړاندې نه شي.
تېره جمعه اعتراضونه وروسته له هغې پيل شول، چې حکومت د پټرولو پر رانيولو سهميه ولګوله او په دې برخه کې يې د حکومت د سب سايډۍ د کمولو اعلان وکړ.
د اعتراض کوونکو د ځپلو له کبله د نړۍ په سطحه د ايران غندل په پراخېدو دي.