ګرجستاني سیمو کې د راتګ راتګ بندیز لرې کولو غوښتنه وشوه
د بخښنې نړیوال سازمان غوښتنه کړې چې روسیه او په جنوبي اوسیتیا کې د مسکو متحد چارواکي د دې سیمې او د ګرجستان د نورو برخو ترمنځ پر تګ راتګ بشپړ بندیز لرې کړي.
د جنوبي اوسیتیا او د ګرجستان د نورو سمیو ترمنځ پر تګ راتګ یو مخیز بندیز د سپټمبر په میاشت کې لګول شوی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان پرون، د نومبر په ۲۲مه، په یوه بیان کې وویل چې په وروستیو دوو میاشتو کې چې بندیز لګېدلی دی، بشري وضعیت تر پخوا ډېر خراب شوی دی.
دې نړیوال سازمان ویلي چې د لګېدلي بندیز له امله په جنوبي اوسیتیا کې خلکو ته دوا، روغتیايي خدمات، د زده کړو امکانات او د کورنیو ترمنځ د تګ راتګ امکانات ډېر محدود شوي دي.
په جنوبي اوسیتیا کې د خلکو د تقاعد او نورو حکومتي امتیازاتو پر ورکولو هم محدودیت لګېدلی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان همدا راز د یوه رپوټ په حواله ویلي چې د دې بندیز له امله یو وګړی مړ شوی دی او ګڼ شمېر خلک پر بندیز د تېرې له امله نیول شوي دي.
د ګرجستان د ابخازیا سیمې د روسیې په ملاتړ په ۱۹۹۰ میلادي کلونوکې جلايي اعلان کړه.
په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د روسیې او ګرجستان ترمنځ تر پنځه ورځې جګړې وروسته، مسکو د ابخازیا او جنوبي اوسیتیا خپلواکي په رسمیت وپېژندله.
خو د ګرجستان حکومت او د نړیوالې ټولنې لویه برخه دا سیمې د روسیې له لورې اشغال شوې ګڼي.
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د جنوبي اوستیا او ګرجستان ترمنځ پر تګ راتګ یومخیز بندیز په ځانګړي ډول د زیات عمر خلکو، د ښوونځيو زده کونکو، محصلینو او ناروغانو ته زیان رسولی دی.