دايکندي کې ٢٥ وسله وال طالبان او ٨ سرتيري وژل شوي
![دايکندي کې ٢٥ وسله وال طالبان او ٨ سرتيري وژل شوي](https://gdb.rferl.org/A1A0A0D4-AAF7-4F3B-AD66-2E04B76A3917_w800_h450.jpg)
د دايکندي ولايت چارواکي وايي د امنيتي ځواکونو پر څو پوستو د وسلوالو طالبانو په حملو کې ٢٥ وسلوال طالبان او ٨ سرتېري وژل شوي دي.
د دايکنډي د والي وياندې سکينې احساني نن ازادۍ راډيو ته وويل، وسلوالو نن سهار په کجران ولسوالۍ کې پر څو پوستو حمله وکړه.
د هغې په خبره وروسته نښته شوې، چې په نتيجه کې يې ٢٥ وسلوال طالبان او ٨ سرتېري وژل شوي دي.
د والي ويانده وايي، ٤ نور سرتېري ټپيان شوي دي.
وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.