ټاکنو کمېسيون د ١١٧٩ محلونو رايې باطلې کړې
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ۱۱۷۹ محلونو رایې یې باطلې کړي دي.
کمېسیون دا رایې وروسته له دې باطلې کړې چې د یو شمېر مرکزونو رایې یې بیا وشمېرلې.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون يوه وياند ذبيح سادات نن ازادۍ راډيو ته وويل: "تر دې دمه له هغو ولايتونو چې معلومات راغلي، په ټوله کې د ١١٧٩ محلونو تفتيش او بررسي شوې وه، چې د ټاکنو خپلواک کميسيون د پرېکړې پر اساس يې رايې باطلې اعلان شوې دي."
ټاکل شوې وه چې په نژدې دوه نیم زره محلونو کې رایې بیا وشمېرل شي ،خو د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم ثبات او همپالنې د مخالفت له کبله په اوو ولایتونو کې دا کار تر اوسه نه دی شوی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، چې په ۳۲ ولایتونو کې رایې بیاشمېرل شوي او نتیجې یې کابل ته انتقال شوي دي.