کلاوس يوهانيس د رومانيا ولسمشرۍ په دويم ځلي ټاکنو کې مخکښ ګڼل شوى
![کلاوس يوهانيس د رومانيا ولسمشرۍ په دويم ځلي ټاکنو کې مخکښ ګڼل شوى](https://gdb.rferl.org/446C2FEB-BF97-44AE-8033-72593A59B46E_w800_h450.jpg)
داسې ښکاري چې د رومانيا لوېديځ پلوه ولسمشر کلاوس يوهانيس به د ولسمشرۍ په نننيو دويم ځلي انتخاباتو کې بيا د ولسمشر په توګه انتخاب شي.
دغه پخوانى ښوونکى د کيڼ اړخې کانديدې يوواريکا دانڅيلا په وړاندې بريا خپلوي چې تر تېرې مياشتې د دغه هېواد صدراعظمه وه.
د اداري فساد او نورو ستونزو له کبله اعتراضونه د دې سبب شول، چې د ٥٥ کلنې صدراعظمې دانڅيلا حکومت ړنګ شي.
د ٦٠ کلن کلاوس يوهانيس دويمه دوره به د کيڼ اړخو تر څو کلنې واکمنۍ وروسته بېرته رومانيا پر اروپاپلوه مسير برابر کړي.
د کيڼ اړخو واکمني له پراخ اداري فساد او پر قضايي سيسټم له يواړخيزو حملو سره مله وه.