کابل کې د سارک سازمان غړیو هېوادونو کنفرانس
![کابل کې د سارک سازمان غړیو هېوادونو کنفرانس](https://gdb.rferl.org/44F8908D-1C1D-48AE-9105-1D20918D28D2_cx0_cy9_cw97_w800_h450.jpg)
د افغانستان د سوداګرۍ او د جنوبي اسیا هېوادونو د همکارېو سازمان سارک په همکارۍ د سوداګریزو ستونزو د هوارې په هدف په کابل یو ورځنی کنفرانس جوړ شو.
د سوداګرۍ خونې د رهبرۍ پلاوي غړي خان جان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل، په دغه ناسته کې د سوداګرۍ د ستونزو په هواري خبرې کېږي.
هغه زیاته کړه: "په دغه ناسته کې پر دې بحث کېږي، چې د سارک هېوادونو څه ستونزې دي، سوداګریزو چارو کې څنګه اسانتیاوې برابر شي او همدارنګه څنګه کولای شي چې سوداګرو ته فرصتونه او زمینې برابرې شي."
په دې ناسته کې د هند، پاکستان، نیپال، مالدیف، بنګلدیش، بوتان او سریلانکا هېوادونو څخه د خصوصي سکتور د برخې استازو ګډون کړی.
د جنوبي اسیا هېوادونو د همکارېو سازمان سارک تیره غونډه په بوتان کې وه.
د جنوبي اسیا هېوادونو د همکارېو سازمان سارک په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکارېو د لا پراختیا او پیاوړتیا په هدف جوړ شو چې افغانستان یې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې غړیتوب ترلاسه کړ.
په ورته وخت کې افغان سوداګر رحم الدین حاجي اغا وايي، که څه هم د سارک سازمان له جوړېدو شاوخوا ۲۷ کاله کیږي خو دغه سازمان تراوسه د سیمې په کچه د شته مشکلاتو په باب د پام وړ هڅې نه دي کړي.
نوموړي وویل، تر هغو چې د سیمې په کچه د هېوادونو ترمنځ سیاسي اختلافات حل نه شي مشکله به وي چې په سیمه کې سوداګري پراختیا وکړي.