وفاقي حکومت د ګوزڼ مخنیوي لپاره مشوراتي ډله ګومارلې
د پاکستان حکومت په هېواد کې د ګوزڼ مخنيوي لپاره يو مشوراتي بورډ ګومارلی دی چې د دغه ناروغۍ په باب د مذهبي ډلو ټپلو اندېښنې ختمې کړي او هغوی همکارۍ ته رابولي. په پاکستان کې سږ کال ګوزڼ نېږدې ۹۲ ماشومان وهلي چې ډېری یې د خیبر پښتونخوا دي. مجيد بابر یې په اړه راپور لري