اشرف غني: دښمنان دې د افغان ولس د ننواتو فکر له سره وباسي
![اشرف غني: دښمنان دې د افغان ولس د ننواتو فکر له سره وباسي](https://gdb.rferl.org/D678A9E0-2C81-4386-A1F9-F48BBEF7C864_w800_h450.jpg)
د افغانستان ولسمشر نن ، دنومبر په ۲۶مه ، د دفاعي ځواکونو د ښځینه منصبدارانو او عسکرو په غونډه کې وویل، دښمنان دې دا فکر له سره وباسي چې د افغانستان ولس به نانواتي ته مجبور کړي.
هغه په ملي اردو اوپولیسو کې له ټولوښځو مننه وکړه چې د امنیت ټينګولو لپاره په سختو شرایطو کې خدمت کوي.
اشرف غني زیاته کړه: "سوله په یوه خوا، سیمې یا یوه قوم پورې نه ده تړلې بلکه سوله د افغانستان مسئله ده، اسلامي ده، سوله به ډېر ژر ټینګه شي ځکه د افغانانو غوښتنه ده."
اشرف غني د سولې او امنیت په نوم کنفرانس کې وویل چې په افغانستان کې پر پایداره سوله باید تمرکز وشي.