د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د راکړې ورکړې پر نوې هوکړه ټینګار
د مالیې وزارت سرپرست وزیر قزاقستان سره د جنس په جنس تبادلې په هوکړهلیک ټینګار وکړ.
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ له وزیر سره، د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو همکاریو هوکړهلیک په پلي کولو خبرې وکړې.
د افغانستان د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د مالیې او کرنې وزارت سرپرستانو د هوکړهلیک پر بنسټ د سې شنبې په ورځ قزاقستان ته د افغانستان د تازه مېوو او سبزیو د صادرولو په بدل کې له هغه هېواده افغانستان ته د غنمو په واردولو ټینګار وکړ.