د افغانستان او وېسټ انډیز لوبډلو خپله ټسټ لوبه پيل کړه
د افغانستان او وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې خپله ټسټ لوبه پيل کړه.
دا لوبه د هند د لکنهوو ښار په ایکانا سټډيوم کې د افغانستان په کوربهتوب روانه ده.
افغان لوبډله بېټېنګ یا توپ وهنه کوي.
د غرمنۍ تر وقفې پورې افغان لوبډلې په ۳۰ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۹۰ منډې وکړې.
د هند په لکنهوو کې په تېره یوه میاشت کې افغانستان او وېسټ انډیز درې یو ورځنۍ او درې ۲۰ اوریزې لوبې هم کړې دي.
په یو ورځنیو کې درې سره لوبې وېسټ انډیز ګټلي او په ۲۰ اوریزو کې بیا دوه لوبې افغان ټیم ګټلې دي.