سټولټنبرګ: په افغانستان کې د سولې د مذاکرو هرکلى کوو
![سټولټنبرګ: په افغانستان کې د سولې د مذاکرو هرکلى کوو](https://gdb.rferl.org/DBC727EF-C843-4C33-9357-DF53605BE2EF_w800_h450.jpg)
د ناټو سرمنشي په افغانستان کې د سولې د مذاکرو هرکلى وکړ.
ينس سټولټنبرګ نن دا څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون افغانستان ته ناڅاپي سفر وکړ.
ښاغلي سټولټنبرګ نن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې يوه کنفرانس ته وويل:
”په افغانستان کې د سولې د مذاکرو هرکلى کوو. طالبانو ته په کار ده پر يوه باوري موافقه د سلا کېدو لپاره واقعي جوړجاړى وښيي. ناټو د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي، چې د سولې لپاره شرايط برابر شي.“
په عين حال کې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په بګرام پوځي اډه کې وويل، امريکا له طالبانو سره د سولې خبرې له سره پيل کړي دي.
وسلوالو طالبانو له امريکايي لوري سره مخامخ مذاکرو ته چمتووالى ښوولى دى.
رويټرز اژانس د طالبانو په حواله راپور ورکړى، چې دغې ډلې د دې اوونۍ له پيله د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امريکا له لوړ رتبه چارواکو سره کتلي دي.
د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې مذاکرې په تېره سپټمبر مياشت کې وروسته له هغې لغوه کړې، چې په کابل کې د طالبانو په يوه حمله کې ١٢ کسان ووژل شول، چې په کې امريکايي و.