روسيې يوه ښځه اوکراين ته د جاسوسۍ په شک نيولې ده
![روسيې يوه ښځه اوکراين ته د جاسوسۍ په شک نيولې ده](https://gdb.rferl.org/DE54ED64-C8B8-4185-8A91-2C78B54A81C7_w800_h450.jpg)
د روسيې د امنيتي خدماتو فډرال اداره وايي، يوه روسۍ ښځه روسيې ته د خيانت او اوکراين ته د جاسوسۍ د ادعا له کبله نيول شوې ده.
ويل شوي دغه ښځه د اوکراين په هغه ټاپووزمه کې چې د روسيې په کنټرول کې ده، نيول شوې ده.
د روسيې خبري اژانسونو د امنيتي خدماتو د فډرال ادارې په حواله راپو رورکړى چې نن يې ويلي:
دغه روسۍ ښځه په دې تورنه ده چې هڅه يې کړې د اوکراين د دفاع وزارت د استخباراتو رياست په لارښوونه د روسيې د پوځ رازونه ترلاسه کړي.
د اژانسونو په حواله دغه ښځه په سيواستيپول ښار کې نيول شوې ده.
د روسيې د امنيتي خدماتو فډرال اداره وايي دغه ښځه د اوکراين د استخباراتي ادارو له خوا ګمارل شوې وه، خو په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.
انټرفاکس خبري اژانس په سيواستيپول کې د محکمې د يوه چارواکي په حواله راپور ورکړى، چې د دې ښار په لنين سيمه کې محکمې د دې ښځې پر خلاف جنايي قضيه درج کړې ده.
که چېرې دغه ښځه روسيې ته په خيانت مجرمه وګڼل شي، په څه باندې ٢٠ کلونو بند به محکومه شي.
روسيې له اوکراين څخه کريميا ټاپووزمه له ٢٠١٤م کال راهيسې لاندې کړې ده.