د جاپان پخوانى صدراعظم د ١٠١ کلونو په عمر مړ شو
![د جاپان پخوانى صدراعظم د ١٠١ کلونو په عمر مړ شو](https://gdb.rferl.org/0695218D-854A-43A8-BB62-525BEAAC183E_w800_h450.jpg)
د جاپان پخوانی صدراعظم یاسو هایرو ناکاسون د ۱۰۱ کلونو په عمر پرون ومړ.
ناکاسون له 1982 څخه تر 1987 م کال پورې د جاپان صدراعظم و او هغه مهال یې د امریکا له ولسمشر رونالډ ریګن او د بریتانیا له صدراعظمې مارګریټ ټاچر سره نژدې ملګرتیا جوړه کړه.
ناکاسون د خپلې صدراعظمۍ پر مهال د پخواني شوروي اتحاد سره د مقابلې لپاره له امریکا سره پر کلک پوځي یووالي ټینګار کاوه.
نوموړی د خپل هغه اصلي هدف په ترلاسه کولو بریالی نه شو چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته جوړ شوي د جاپان سوله غوښتونکي اساسي قانون کې تعدیدلات راولي، څو دا هېواد وکړی شي چې په نړیوالو چارو کې نور پراخ رول ولوبوي.
ناکاسون د خپلې لوړې د مراسمو په وینا کې ویلي وو، د جاپان اساسي بهرنۍ پالیسي به دا وي چې د اروپا او متحده ایالاتو په مشرۍ د ازادې نړۍ غړیتوب خپل کړي.
نکاسون یو مهال ویلي وو، د جګړې په صورت کې به جاپان د امریکايي ځواکونو لپاره په یوه نه ډوبیدونکې الوتکې لیږدونکې بیړۍ بدل کړي څو د شوروي له سمندري ځواک سره جګړه وکړي.