په کاپيسا کې د طالبانو يو نظامي مسوول وژل شوى دى
![په کاپيسا کې د طالبانو يو نظامي مسوول وژل شوى دى](https://gdb.rferl.org/67B04684-5AE7-4111-910F-F7CCA0A405E3_w800_h450.jpg)
د کاپيسا ولايت چارواکي وايي په يوه هوايي حمله کې د دغه ولايت لپاره د طالبانو د پوځي کمېټې تش په نوم مسوول وژل شوى دى.
د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالشايق شورش نن ازادۍ راډيو ته وويل، د طالبانو دغه پوځي مسوول قاري نظرګل په اله ساى ولسوالۍ کې د افغانستان د هوايي ځواک له خوا په نښه شوى دى.
ښاغلى شورش وايي دغه کس په کاپيسا کې د طالبانو مهم غړى و، چې د افغان قواوو په وړاندې په زياتو حملو کې يې لاس درلود.
وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.