په پکتيکا کې د ٦٥ مليون افغانيو په ارزښت څو پروژې عملي کېږي
![په پکتيکا کې د ٦٥ مليون افغانيو په ارزښت څو پروژې عملي کېږي](https://gdb.rferl.org/1639BA1D-E8D5-403B-B694-3E26016CDE1C_w800_h450.jpg)
د پکتیکا په دوو ولسوالیو کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څو پروژو کارونه پيل شول.
د پکتیکا والي مجیب الرحمن څمکني چې پرون د ځینو ولایتي مسوولینو په ملتیا دغو ولسوالیو ته ورغلی وو، رسنیو ته وویل:
”یو د جاني خېلو ولسوالۍ دېرش بستریز روغتون دی، چې هغه به د ۵۳ میلیونه افغانیو په لګښت سټنډرډ او په معیار جوړیږي، بل په خیر کوټ کې دوه استنادي دیوالونه وو، چې په هغو ۸ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او بل دا سړک دی چې جغل پرې اچول شوی ۷ کیلومتره اوږدالۍ لري، د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي.“
د پکتيکا اوسېدونکو په ليرې پرتو سيمو کې د بيارغونې د نورو پروژو غوښتنه هم کړې ده.