د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې د چاودنو او د ډزو غږونه اورېدل شوي
![د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې د چاودنو او د ډزو غږونه اورېدل شوي](https://gdb.rferl.org/808BB666-C2DF-465D-918E-3FDEEC812591_w800_h450.jpg)
د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې د چاودنو او د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.
د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته یوه چاودنه تایید کړه او ویې ویل چې تراوسه یې نوعیت نه دی معلوم او نه یې هم د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات لري.
رویټرز د یوه عیني شاهد له قوله وایي، چاودنه د سردارمحمد داوودخان پوځي روغتون ته نژدې شوې ده.
د راپورونو له مخې دغه راز په سیمه کې د یوې بلې چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی.
تراوسه چا یا کومې ډلې د نننۍ پیښې مسولیت نه دی اخیستی.