Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2021

Новости за 04.11.2021

د یمن مارب ښار په څنډو کې د جګړې وروستی حال

Mashaalradio.com 

د سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد ادعا کوي چې په یو شواروز کې یې د یمن مارب ښار سره نېږدې ۱۴۵ حوثي یاغیان وژلي دي. که څه هم د دې ادعا خپلواکه تصدیق نه دی شوی خو حوثي یاغیان ویلي چې د یاد ښار څنډو ته نېږدې شوي دي. په یمن کې له ۲۰۱۴ز کال راهیسې د ایران پلوه حوثي یاغیانو او سعودي عرب په مشرۍ پوځي اتحاد جګړه کې په زرګونو کسان وژل شوي او په لکونو نور بې کوره شوي دي. تفصیل په دې رپورټ کې. ویډیو: رویټرز. ایډیټ او رپورټ: منورشاه

یورواېشیا نټ: داعش جنوبي اسیا کې پر هغو ډلو بریدونه زیات کړي چې چین سره اړیکې لري

Pa.azadiradio.com 

یورواېشیا نټ یورواېشیا نټ خپرونه لیکي د اګسټ له ۱۵مې وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، داعش په جنوبي اسیا کې پر هغو ډلو ټپلو بریدونه زیات کړي چې له چین سره اړیکې لري.  د خپرونې په باور له ۲۰۱۴ کال راوروسته چې داعش خراسان څانګه په افغانستان کې فعاله شوې ده دا ډله له چین سره دښمني کوي. په چین کې له اویغور مسلمانانو سره د چینایي چارواکو د ظلمونو له راپورونو څخه دا ډله د اسیا په جنوب کې د خپلو تبلیغاتو لپاره استفاده کوي. ایرواېشیا نټ وړاندې د افغان اویغورانو په وینا لیکي چې د طالبانو نوی حکومت ظاهراً د چین په لارښوونه له دوی سره بد چلند کوي. Читать дальше...

د بشري حقونو څار سازمان: د طالبانو قوانینو د ښځینه مرسته رسوونکو کار ننګولی

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د طالبانو قوانینو د ښځینه مرسته رسوونکو کارمندانو کار له ننګونو سره مخ کړی دی. دې سازمان نن وویل، یو سند ښيي چې طالب چارواکو د اکټوبر میاشتې له ۲۸مې نېټې راهیسې یوازې په درې ولایتونو کې د مرستې رسونې ښځینه کارکوونکو ته له قید او شرط پرته د کار اجازه ورکړې ده، خو د بشري حقونو د څار د دې سازمان په وینا د هېواد تر نمايي په زیاته برخه کې ښځینه مرسته رسوونکي له جدي محدودیتونو سره مخ دي. د بشري حقونو سازمان وړاندې وايي په بغلان کې طالب چارواکي د مرستې رسونې هېڅ ښځینه کارکوونکې ته د کار اجازه نه‌ورکوي. Читать дальше...



د شل اووریز کرکټ جام؛ بنګله‌دېش د اسټرالیا په وړاندې په لوی توپیر ماتې وخوړه

Pa.azadiradio.com 

د شل اووریز کرکټ جام د لوبو په لړۍ کې نن بنګله‌دېش د اسټرالیا په وړاندې په لوی توپیر ماتې وخوړه.   بنګله‌دېش لومړی بېټنګ وکړ په ۱۵ اوورونو کې یې واړه لوبغاړي وسوځېدل او د سیالې لوبډلې لپاره‌یې د ۷۱ منډو اسانه هدف ورکړ.  د اسټرالیا ځواکمنې لوبډلې یوازې په ۶،۲ اوورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۸ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته‌یې د اتو وېکټو په توپیر په داسې حال کې چې ۸۲ بالونه‌یې لا پاتې وو، ماتې ورکړه.  نن همداراز د کابل په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو د سریلانکا او وېسټ اندیز د لوبډلو ترمنځ یوه بله لوبه هم په پام کې ده. Читать дальше...

افغانستان کې د سخت ژمي، وچکالۍ او قحطۍ د رامنځته کېدو په اړه خبرداری

Pa.azadiradio.com 

په ټوله نړۍ کې اقلیمي بدلون، د کم بارانه ژمي راتګ او د ناورین او قحطي د رامنځته کېدو وېره. شدیدې وچکالۍ او د کرنیزو حاصلاتو کموالي افغانستان له بې‌وزلۍ، لوږې او شدید بشري کړکېچ سره مخ کړی دی. یو شمېر نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د سخت ژمي د راتګ، وچکالۍ او قحطۍ ترڅنګ د نورو ناورینونو او کړکېچونو د رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی. دغه طبیعي پېښې د ملیونونو انسانانو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو ژوند ګواښي، هغه هېواد چې د طالبانو په راتګ سره بې‌وزلي او بې‌کاري لا اوج ته په‌کې رسېدلې دي. Читать дальше...

پرایس: د ټول‌ګډونه حکومت هڅې د اشرف غني وتلو بې ګټې کړې

Mashaalradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط د څرنګوالي په اړه څرګندونې وکړې. د دغه وزارت ویاند ند پرایس د چارشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، له واکه د لیرې شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کابله وتل او د افغان حکومت سقوط د دې لامل شو چې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره هڅې بې‌ګټې کړې. ښاغلي پرایس وویل چې طالبانو ته په سوله‌ییز ډول د واک انتقال او په ټول‌ګډونه حکومت هوکړه شوې وه، خو له کابله د پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني وتل دا هر څه ګډوډ کړل. Читать дальше...

ویزو پرته هم پاکستان ته په اوښتو کې له ستونزو سره مخ یو

Mashaalradio.com 

د اکتوبر له۲۱مې نېټې راهیسې پر تورخم د افغانستان غاړې ته په زرګونه افغان وګړي چې پاکستانۍ ویزې لري، دغه هېواد ته د داخلېدو لپاره انتظار باسي. دوی وايي، پاکستان ته د اوښتو پر وخت تر سخت کړاو لاندې تېرېږي، ناروغان یې هم په اوږدو قطارونو کې دوه او درې شپې انتظار وباسي او د ویزې لرلو باوجود په اسانه پاکستان ته نه شي اوښتی. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.

سېنېټ کمېټۍ میراث کې د ښځو مورثي حق د ایین برخه ګرځولو مسوده رد کړه

Mashaalradio.com 

د پاکستان سېنېټ د قانون او انصاف کمېټۍ هغه قانوني مسوده رد کړې چې پکې د دې هېواد په ايين کې د ښځو مېراث د بنيادي حق په توګه د شاملولو غوښتنه شوې وه. غونډه د نومبر پر درېيمه نېټه د کمېټۍ د مشر سيد علي ظفر په مشرۍ کې وشوه. د سېنېټ پر ويبسايټ خپره کړې اعلاميه کې ويل شوي چې په غونډه کې د مسلم ليګ نواز ډلې سېنېټرې سعدیه عباسي له خوا د ښځو د مېراث قانوني مسوده وړاندې شوه. په دې کې هغې غوښتنه کړې چې په قانون سازي کولو سره دې په ايين کې ۲۴-اې ماده شامله کړل شي چې له مخې يې د ښځو مېراث بنیادي حق ومنل شي. Читать дальше...



واشنګټن: له کابله د اشرف غني وتلو د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو هڅې بې‌ګټې کړې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط د څرنګوالي په اړه څرګندونې وکړې. د دغه وزارت ویاند ند پرایس د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یو خبري کنفرانس کې ویلي، له واکه د لیرې شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني له کابله وتل او د افغان حکومت سقوط د دې لامل شو چې په افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره هڅې بې‌ګټې شي. ښاغلي پرایس وویل چې طالبانو ته په سوله‌ییز ډول د واک انتقال او په ټول‌ګډونه حکومت هوکړه شوې وه، خو له کابله د پرځول شوي افغان ولسمشر محمد اشرف غني وتل دا هر څه ګډوډ کړل. Читать дальше...

په خوست کې هم د کتابونو پېر او پلور لږ شوی

Mashaalradio.com 

دوی وايي، له یوې خوا پوهنتونونه په پرله پسې توګه رخصت دي او بل لوري ته خلک په ځانګړې ډول ځوانان په خپل راتلونکې باور نه لري او فکر کوي چې په اوس وخت کې زده کړه او تحصیل دوی لپاره کومه ګټه نه رسوي.

امریکا کې د اپارتمانونو له څښتنانو غوښتنه: افغانانو ته کورونه په کرایه ورکړئ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په کنټیکیټ ایالت کې چارواکو او د کډوالو د حقونو مدافعانو د اپارتمانونو له څښتنانو څخه غوښتي چې هغو لسګونو افغان کورنیو ته دې کورونه په کرایه ورکړي چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له دې هېواد څخه امریکا ته کډه شوي او ځیني یې په دې ایالت کې ځای پر ځای کېږي. د اسوشیټډ پرس خبري اژانس وايي، دا کسان تضمینوي چې د کورونو کرایه به ورکول کېږي. هغه ډلې چې د کډوالو د ځای پر ځای کېدو په برخو کې کار کوي، په دې هڅه کې دي څو امریکا ته تللیو افغان کډوالو ته سلګونه کرایي اپارتمانونه پیدا کړي،... Читать дальше...

کابل کې د امریکا د وروستي هوايي برید د قربانیانو کورنۍ: له جدي ګواښ سره مخ یو

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې د برید له امله د وژل شویو د کورنۍ غړي وايي، ژوند یې له ګواښ سره مخ دی او باید ژر تر ژره له افغانستانه وویستل شي. دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې د امریکا دفاع وزارت تازه څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، له هغې ورځې چې پېښه رامنځته شوې دوه میاشتې کېږي، خو له دوی سره پرته له ژمنو او تش خبرو نور هېڅ هم نه‌دي شوي.  د امریکا دفاع وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دغه برید سره‌یې هېڅ قانون تر پښو لاندې کړی نه‌دی.  د دې کورنۍ غړي اېمل احمدي له ازادي راډیو... Читать дальше...

عمران خان: د خوراکي توکیو نرخونه ۳۰ فیصده کموو

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ګرانۍ د اغېز کمولو لپاره پر ځینو خوراکي شیانو د ۱۲۰ اربه روپیو رعایت اعلان کړی دی. نوموړي بېګا ولس ته په ټېلېوېژني وینا کې وویل، د کورونا وایرس جهاني وبا له وجې پر نړیوال کچ ګراني زیاته شوې. ده وویل، حکومت یې پرېکړه کړې چې تر ۳۰ فیصده پورې له رعایت سره د اوړو، غوړیو او دالونو بیې راښکته کړي چې پر ولس د ګرانۍ بار کم کړي. عمران خان وویل، په رعایتي نرخونو د خوراکي شیانو د خرڅلاو پروګرام به تر شپږو میاشتو پورې دوام ورلري. ده البته زیاته کړه چې په نړیوال بازار کې د... Читать дальше...

د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې له ټرافیکي پېښې ۲۲ تنه وژل شوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان تر انتظام لاندې کشمیر په پونچ سیمه کې په یوه ټرافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۲۲ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ژوبل دي. پولیس وايي، د نومبر پر درېیمه د پېښې ښکار ګاډی له کشمیره راولپنډۍ ښار ته په لاره وو. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې وګورئ.  ویډیو: رویټرز  ایډیټ او رپورټ: منورشاه

کابل کې د 'امن' په نوم د فوټبال سیالۍ پیلیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې سبا د "امن" په نوم په کابل کې د فوټبال د اتلوالۍ سیالۍ پیل شي. دا لوبې د افغانستان د فوټبال د فدراسیون په لوبغالي کې کېږي. د دې فدراسیون رییس یوسف کارګر نن ازادي راډیو ته په دې اړه وویل: "په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې، شاهین اسمايي، سیمرغ البرز، هریرود توپان، میوند اتلان، د اباسین څپې او د هندوکش عقابان ګډون کوي او لس ورځې به دوام وکړي." د اګسټ له پنځلسمې راهېسې چې کابل د طالبانو لاس ته لویدلی دی، دا د فوټبال لومړنۍ سیالۍ دي چې په دې ښار کې ترسره کېږي.

کرکټ؛ افغانستان راتلونکې یکشنبه د نیوزیلنډ پر وړاندې لوبېږي

Pa.azadiradio.com 

د کرکټ د شل اوورېزو نړیوالو لوبو په لړۍ کې افغانستان د یکشنبې په ورځ د ابوظبۍ په ښار کې د نیوزیلنډ پر وړاندې د لوبې ډګر ته وځي. افغانستان د هند پر وړاندې پرونۍ لوبه د ۶۶ منډو په توپیر وبایلله. افغانستان تردې مخکې هم په هېڅ شل اووریزه لوبه کې نه دی توانیدلی چې هندوستان ته ماتې ورکړي. افغان لوبډلې تردې مخکې سکاټلنډ او نامیبیا ته ماتې ورکړې او له پاکستانه یې ماتې خوړلې وه. د کرکټ د شل اووریزو نړیوالو لوبو په ترڅ کې ټاکلې ده چې نن استرالیا او بنګله دیش او ویست انډیز او سرېلانکا د یو بل په وړاندې لوبې وکړي.

هندیانو د خپل هېواد په ګوټ ګوټ کې 'دیوالي' لمانځي

Pa.azadiradio.com 

د هندوستان وګړو د دې هېواد په ګوټ ګوټ کې نن د دیوالي لمانځل پیل کړي دي. د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د دیوالي جشن سږکال د کرونا وبا د خپرېدو او د هوا د ککړتیا په اړه د زیاتیدونکو اندېښنو سره همهاله دی. هندوستانیان د دیوالي په مراسمو کې خپلو کې راټولیږي – کورنۍ او دوستان یو بل ته ډالۍ ورکوي. تېر کال د کرونا وبا د شدت له کبله په هندوستان کې د دیوالي جشن ونه لمانځل شو، خو سږکال سره له دې چې د دې هېواد حکومت له خلکو غوښتي چې د لویو راټولیدنو څخه دې ډډه وکړي، هندوستانیان د دې مراسمو له پیل مخکې... Читать дальше...

غزني کې ډله‌ییز واده؛ ګډونوال: جلا ودونو کې ډېر لګښت کورنیو کې ستونزې جوړوي

Pa.azadiradio.com 

د غزني یو شمېر اوسیدونکي وایي، په ودونو کې ډېر لګښت ځوانان بې برخلیه او د کورنیو ترمنځ د ستونزو د پیدا کېدو لامل ګرځي. ګلشن محمدي څو ورځې وړاندې په ډله ییز واده کې واده شوه. دغه واده کې د ۱۲ پېغلو او ځوانانو ترمنځ د ګډ ژوند مراسم ترسره شول. ګلشن وايي، دغه کار ته یې ځکه غاړه کېښوده چې د دې د پلارګنۍ او خسرګنۍ دواړو د واده لګښتونه راکم شي. نوموړې وایي، په ودونو کې زیات لګښتونه د دې سبب شوي چې په دواړو کورنیو بوج راشي او د کورنیو ترمنځ ستونزې رامنځ ته کړي. دا زیاتوي: "زه د دواړو لورو په خوښه... Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Шнуров

Певец Сергей Шнуров заявил, что бог велел Киркорову проклинать "Евровидение"





Rss.plus
#123ru.net

V Общероссийская конференция «Устойчивое развитие этнокультурного сектора» представит калейдоскоп успешных практик в сфере социального проектирования




«Реальные цены». В каких домах Севастополя продаются самые дорогие квартиры на вторичном рынке?

Фридман потребовал 15,8 млрд евро от Люксембурга за «экспроприированные» активы

10 км окружной дороги Калуги отремонтируют в Малоярославецком районе

В Тюмени подвели итоги конкурса «Лучший по профессии» среди нефтепроводчиков




له ۵ میاشتني ځنډ وروسته د نړۍ مشران او ایران اټمي خبرو ته بیا سره کیني

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې ده چې د نړۍ د پياوړیو قدرتونو او ایران ترمنځ د دوه زره پنځلسم کال د اټمي تړون د بیا را ژوندي کېدو لپاره د دې میاشتې په ۲۹مه په ویانا کې خبرې بیا پيل شي.  دا خبرې له پنځو میاشتو وقفې وروسته پیلېږي له دې سره په لویدیځ کې د ایران د اټمي هڅو د پرمختګ په اړه اندېښنې پيدا شوي دي.  د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې عملیاتي برخې په یوه بیان کې د چهارشنبې په ورځ وویل، د دې خبرو مشري به اروپایي ټولنه کوي او د بریتانیا، چین، فرانسې، جرمني، روسیې او ایران استازي به ګډون په کې کوي.  د ایران د بهرنیو... Читать дальше...

د خوست ولایتي روغتون ضروري اسانتیاوې نه لري

Mashaalradio.com 

په خوست کې ناروغان او د هغوی د کورنیو غړي وايي، ولایتي روغتون یوشمېر اړینې اسانتیاوې نه لري. روغتیاپالان او چارواکي هم مني چې ستونزې شته خو وايي، په وروستیو کې ورسره نړیوالو ادارو مرستې کړې دي. چارواکي هیله من دي چې د دواګانو او نورو اسانتیاوو نه شتون مسله به ژر هواره شي. ویډیويي رپورټ.

د افغانستان بانک: اوونۍ کې ۴۰۰ ډالر یا ۳۰ زره افغانۍ له خپل حسابه ایستلی شئ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک له بانکونو څخه د پیسو په را ایستلو شته محدودیوتونه نور هم راکم کړي او اوس د بانکونو مشتریان کولی شي په اوونۍ کې ۴ سوه امریکایي ډالر او یا دیرش زره افغانۍ له خپل حسابه راوباسي. د افغانستان بانک پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، که د بانکونو مشتریان غواړي چې په میاشتني ډول خپلې پیسې له بانکه راوباسي، نو کولای شي ۱۲۰۰ ډالر یا ۱۰۰ زره افغانۍ په یوه میاشت کې راوباسي. له دی وړاندې د ډالري حسابونو لرونکو په اونۍ کې یوازې د ۲۰۰ ډالرو د را ایستلو او د افغانیو حساب لرونکو په اوونۍ کې د ۲۰ زرو افغانیو د راایستلو اجازه درلوده.

د فراه مرکز او د ابو نصر فراهي بندر د دویم سړک جوړول بیا پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د فراه ولایت مرکز او په دغه ولایت کې د ابو نصر فراهي سوداګریز بندر ترمنځ د دویم لین سړک د جوړولو چارې بیا پیل شوې. د فراه لپاره د طالبانو د حکومت مرستیال والي مولوي عبدالصمد فاروق پرون چهارشنبه(د لړم ۱۲مه) د دغه سړک د رغونې د کار پیل په مهال رسنیو ته وویل، یاد سړک چې د فراه مرکز د ابو نصر فراهي له سوداګریز بندر سره نښلوي، ۱۲۰ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۶۰ کیلومتره به یې د ایران په مالي مرسته جوړیږي. د دغه سړک د جوړولو چارې په ۱۳۸۶ کال کې پیل شوی او هغه مهال یوازې ۶۰ کیلو متره جوړ، خو د امنیتي ستونزه له امله ۶۰ کیلو متره له جوړېدو پاتې وو.

ملګرو ملتونو د بوسنیا د سوله ساتو ځواکونو ماموریت وغځاوه

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو امنیت شورا پرون چهارشنبه (د لړم ۱۲مه)  په یوه خوله د بوسنیا هرزیګوینا د سوله ساتي ځواکونو ماموریت تمدید کړ. دغه اقدام وروسته له هغې وشو چې د چین او روسیې په خاطر په دې اړه د یوه پرېکړه لېک ملاتړ وکړي، له هغه د نړیوال سوله ساتي د استازي دفتر ترې لېرې کړای شوی دی. د دغه پریکړه لېک له مخې د اروپایي ټولنې په مشرۍ ۶۰۰ کسیزځواک ته چې د EUFOR په نوم یادیږي، د یوه بل کال لپاره هلته پاتېږي. په تصویب شوي پرېکړه لېک کې د عالي استازولۍ د دفتر عبارت وروسته له هغې لېرې کړای شو چې اوسني استازي... Читать дальше...

افغانستان تېرو لسو میاشتو کې ۸ سوه میلیونه ډالره صادرات درلودل

Pa.azadiradio.com 

افغانستان په تېرو لسو میاشتو کې ۸ سوه میلیونه ډالر صادرات درلودل. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس توکل احمدیار د پنجشنبې (د لړم په ۱۳مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، افغانستان په تېرو لسو میاشتو کې زرګونه ټنه پیاز، وچه میوه، تازه میوه لکه انګور، انار، مڼې او هوږه بهر ته صادر کړې چې ټولیزه بیه يې ۸ سوه میلیونه امریکایي ډالرو ته رسیږي. دا په داسې حال کې دی چې تېرو دوو میاشتو کې په بانکونو کې د افغان سوداګرو د پیسو بند پاتې کېدو او د افغانستان د سوداګریزو بندرونو او ګمرکونو د تړلي پاتې... Читать дальше...



Москва

V Общероссийская конференция «Устойчивое развитие этнокультурного сектора» представит калейдоскоп успешных практик в сфере социального проектирования


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Неделя мэра



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Розенбаум

Среди петербургских музыкантов СМИ чаще всего упоминают Розенбаума и Шклярского




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Шушумагия» и «Команда МАТЧ» – в топ-25 мультсериалов на «Кинопоиске»

Чья компания сильнее всех?

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»


ATP

Российский теннисист Медведев опустится на строчку в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Арина Соболенко

Арина Соболенко сняла траур по Кольцову и завела новые романтические отношения



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России