د اروپایي ټولنې یوه پلاوي د منځنۍ اسیا ۵ هېوادونو سره پر افغانستان خبرې کړي
د اروپایي ټولنې یوه لوړپوړي پلاوي د منځنۍ اسیا له پنځو هېوادونو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. د اروپایي ټولنې د پلاوي مشري د دغې ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزف بورېل کوي او د دوی لیده کاته نن د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې شوي دي. بورېل د بندو دروازو تر شا له دې غونډې وروسته ویلي، افغانستان کې نوي شرایط دا ایجابوي چې په منځنۍ اسیا کې امنیت لپاره نوې لارې چارې ولټول شي. د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، نننۍ ناسته کې د افغانستان پر شرایطو سربېره پر سیاسي، تجاري او اقتصادي همکاریو هم خبرې شوې دي. Читать дальше...