Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2021

Новости за 02.11.2021

اسلام‌اباد: نړیوال دې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره تماسونه ټینګ کړي

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې په کابل کې له واکمن حکومت سره اړیکې ونیسي او مرستې ورسره وکړي. د پاکستان د ملي امنیت سلاکار له نړیوالو وغوښتل چې په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره تماسونه ټینګ کړي.  د پاکستان د ملي امنیت سلاکار موید یوسف د سې شنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې خبري غونډې ته په دې اړه وویل: ؛ټوله نړۍ باید د افغانستان له اوسني حکومت سره همکاري وکړي او ورسره په  تماس کې شي. له دوی سره باید د رغنده ښکېلتیا له لارې مرسته وشي ترڅو یو بشري بحران رامنځته نه‌شي." ښاغلي یوسف ته هند... Читать дальше...

چارواکي: د سپین بولدک-چمن له لارې نن زرګونه افغانان اوښتي

Pa.azadiradio.com 

چارواکي د سپین بولدک-چمن د لارې د پرانیستلو په لومړۍ ورځ پاکستان ته د په زرګونه افغانانو د تېرېدو خبر ورکوي.  دغه لاره چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې تړل شوې، نن بېرته د مسافرو او سوداګریزو توکو پر مخ پرانیستل شوه.  د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې په چمن کې یوه سیمه‌ییز چارواکي حضرت علي ویلي چې د ښځو او ماشومانو په ګډون په زرګونه کسان نن د پاکستان خوا ته واوښتل. د عمران کاکړ په نوم یوه سیمه‌ییز سوداګر ویلي چې پر خوراکي موادو، درملو او نورو وسایلو او موادو بار نږدې ۲۰۰ لارۍ د افغانستان خوا ته نن تېرې شوې. Читать дальше...

کابل کې حمله؛ د برید د جریان تصویرونه او د یوه عیني شاهد د سترګو حال

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون په حمله کې د وژل شویو شمېر ۷ تنه ښيي، خو نورو رسنیو دا شمېر لږ تر لږه ۱۹ او د ټپیانو شمېر لسګونه یاد کړی. د دې راپور تر جوړېدو د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو طالبانو داعش ډله مسووله بللې ده. لس کاله مخکې هم پر دغه روغتون حمله شوې وه، چې طالبانو یې مسوولیت منلی و.



د بامیانو د بودا بت د بیا ړنګېدو هڅو اندېښنې راپارولي

Pa.azadiradio.com 

د بامیانو د بودا بتانو پر لور د وسله‌والو ډزې. پر ټولنیز رسنیو یوه خپره شوې وېډیو کې ښکاري چې شااوخوا ۱۰ کسان، له بېلابېلو اړخونو په دغو بتانو د کلاشنیکوف ډزې کوي. په دې وېډیو کې طالبي ترانې هم اورېدل کېږي او کله چې ډزې شي د خنداګانو غږونه هم واورېدل شي. وېډیو اخیستونکی شخص د وېډیو کولو پر مهال وایي چې دا کسان طالبان دي. طالبانو په خپل لومړنۍ واکمنۍ کې د بامیانو لوی بت تخریب کړ. د وېډیو اخیستونکي کس په خبره دا وېډیو د ۲۰۲۱ میلادي کال د سپټمبر په لومړۍ نېټه شوې ده. یو شمېر افغان فرهنګیان... Читать дальше...

پر سردار محمد داوود خان روغتون ډله‌ییزه حمله؛ '۱۹ تنه وژل شوي او ۵۰ ټپيان' دي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو ویلي د هغو ۶ حمله کوونکو له ډلې چې کابل کې یې د سردار محمد داوود خان پر ۴۰۰ بستریز روغتون حمله کړې وه، ۴ تنه وژلي او ۲ نور نیولي دي. د اماج نیوز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د طالبانو حکومت یو مسؤل حکمت‌الله جمال خبریالانو ته وویل چې د نن ورځې د پېښې مرګ‌ژوبله زیاته ده، خو کره شمېر یې ونه‌ښود. د یو شمېر راپورونو پر بنسټ، په نننیو چاودنو او نښتو کې شااوخوا ۱۹ تنه وژل شوي او کابو ۵۰ تنه نور ټپیان شوي دي. د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو ویلي وروسته له هغې چې یو ځانمرګي حمله... Читать дальше...

پنټاګون:‌د افغانانو ۱۴۰ زره عکسونه او وېډیوګانې د وزارت له پاڼو لیرې شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت، پنټاګون وايي چې د هغو افغانانو ۱۴۰ زره عکسونه او وېډیوګانې یې په موقت ډول د یاد د امریکا دفاع وزارت له ارشیفه لیرې کړل شوي. او نورو نشریاتو لیرې کړي چې په تېرو ۲۰ کالو کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی. د دغه وزارت د ویاند جان کربي په خبره چې ۱۲۴ زره عکسونه او ۱۷ زره وېډیوګانې د امریکا دفاع وزارت له ارشیفه لیرې کړل شوي. ښاغلي کربي د دوشنبې په ورځ نا وخته په یوه خبري ناسته کې وویل، دا کار د دوی د هویت پټ ساتلو او د دوی په وړاندې د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره شوی دی. Читать дальше...

په هرات کې د اختیارالدین لرغونې کلا

Mashaalradio.com 

په هرات ولایت کې د اختیارالدین کلا د افغانستان د ډېرو لرغونو ودانیو څخه شمېرل کېږي. د هرات اوسنی ارګ چې د هرات شمال خوا ته پروت دی، پخوا د اختیارالدین کلا په نوم مشهوره وه دا کلا د ملک فخرالدین کرت "۷۰۵ ـ ۷۰۶هـ ق" د زمانې له بناوو څخه ده. د مشال راډیو یوه مینه وال د دې کلا ځینې عکسونه رالیږلي.



خوست کې له طبي انسټيټيوټه د ۶۱ نجونو په ګډون ۲۸۳ تنه فارغ شول

Mashaalradio.com 

په خوست کې د ۶۱ نجونو په ګډون ۲۸۳ ځوانان د نیمه لوړو روغتیايي زده کړو له یو خصوصي انسټیټوټه څخه فارغ شول. خو دوی په انديښنه کې دي چې کار روزګار ومومي که نه؟ په دې اړه د نجیب الله الوخیل ویډیويي رپوټ وګورئ.

د بلوچستان په خاران کې چاودنې ۱۳ کسان ژوبل کړي

Mashaalradio.com 

له کوټې څخه ۲۸۰ کلو میټره لرې جنوب اړخ ته د بلوچستان په خاران بازار کې د نومبر پر دویمه یوه چاودنه کې ۱۳ کسان ژوبل شوي دي. چارواکي وايي، ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی. تر پېښې وروسته د ملېشې او پولیسو سرتېري هغه ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي. د حملې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې. په کوټه کې د سرحدي عسکرو ویاند خان واسیع دا پېښه تایدوي او وايي، سرحدي عسکرو په سیمه کې د امنیت خوندي ساتلو لپاره ځینې ګامونه هم پورته کړې دي. بلخوا د صوبې اعلا وزیر میر عبدالقدوس... Читать дальше...

په کابل کې دوه چاودنې او وسله والې ډزې

Pa.azadiradio.com 

د کابل په وزیراکبرخان مینه کې د دوو چاودنو او د ډزو غږونه اوریدل شوې دي. په تصویرونو کې ښکاري چې د پیښې له ځایه لوګۍ هواته پورته کیږي. د طالبانو یوه مرستیال ویاند بلال کریمي آزادي راډیو ته وویل چې یوه چاودنه د سردارمحمد داوودخان څلورسوه بستریز پوځي روغتون دروازې ته نژدې شوې ده. د دې پيښې مسولیت تراوسه چا یا کومې ډلې ندی اخیستی. د اګست له پنځلسمې راهیسې چې کابل د طالبانو لاس ته لویدلی، د اسلام دولت ډلې د خراسان څانګې پرجوماتونو او نورو هدفونو د ډیرو حملو مسولیت اخیستی دی.

د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې د چاودنو او د ډزو غږونه اورېدل شوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې د چاودنو او د ډزو غږونه اورېدل شوي دي.  د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي ازادي راډیو ته یوه چاودنه تایید کړه او ویې ویل چې تراوسه یې نوعیت نه دی معلوم او نه یې هم د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات لري.  رویټرز د یوه عیني شاهد له قوله وایي، چاودنه د سردارمحمد داوودخان پوځي روغتون ته نژدې شوې ده.   د راپورونو له مخې دغه راز په سیمه کې د یوې بلې چاودنې غږ هم اورېدل شوی دی. تراوسه چا یا کومې ډلې د نننۍ پیښې مسولیت نه دی اخیستی.

چمن-بولدک لار د هر ډول تګ راتګ لپاره خلاصه شوه

Mashaalradio.com 

په چمن کې د ځايي چارواکو په وینا پوله به هر ورځ د سهار له اتو بجو څخه بیا د مازیګر تر څلورو بجو د پلي/پیاده تګ راتګ لپاره خلاصه وي او دغه ډول به د تجارت په خاطر پوله د سهار له اتو څخه بیا د مازیګر تر شپږو بجو پوري خلاصه وي.

هیدر بار: د نجونو د ښوونځیو د پرانیستو په اړه د طالبانو پر ژمنو باور نه شي کېدای

Pa.azadiradio.com 

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، خو موده وروسته دا بندیز په محدودیت بدل شو.  اوس نجونې  تر شپږ ټولګې په ټول افغانستان او تر دوولسم ټولګې په یو ډېر کم شمېر ولایتونو کې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري.  اوس نجونې  تر شپږم ټولګې په ډېری ولایتونو او تر دوولسم ټولګې په یو ډېر کم شمېر ولایتونو کې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري، خو د طالبانو له‌ خوا د دې محدویت د پای ته رسولو د تکراري ژمنو سره-سره، نن ۴۵مه ورځ ده چې په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګې پورته د نجونو ښوونځي لا هم بند دي. Читать дальше...

د سپين بولدک - چمن دروازه د ټرانزیټ پر مخ پرانيستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د سپين بولدک - چمن دروازه نن د ټرانزیټ او د مسافرو د تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه. د کندهار د سپين بولدک د کميسارۍ مرستيال مولوي همايون  همت بيګاه ناوخته ازادی راډیو ته وویل، د سپين بولدک دروازه له پاکستان سره له توافق وروسته سر له سې شنبې ورځې له اتو بجو  وروسته پرانيستل شوه او هره ورځ  به اته ساعته پرانيستې وي. همت وويل چې تر دې وروسته د سپين بولدک پر لار سوداګریزو موټر او عام خلک په عادي ډول تګ راتګ کولای شي او مسافر د کندهار پر تذکره او پاسپورت سفر کولای شي. د‌يادونې وړ ده چې د طالبانو حکومت... Читать дальше...

د هرات چارواکي: د نفتي موادو د بیو د کنټرول لپاره کار کوو

Pa.azadiradio.com 

په هرات ولايت کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، د نفتي مواد د نرخونو د کنټرول لپاره په يوې تګلارې کار کوي. دې خونې د سې شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې وويل، د لويديځ زون له ټولو نفتي سوداګرو سره يې په دې اړه خبرې کړي دي. په خبرپاڼه کې ويل شوي چې سوداګرو د خونې له چارواکو د نفتي توکو د انتقال د کرايې د کمښت غوښتنه کړې. خبرپاڼه کې وړاندې ويل شوي چې دواړو خواو په دې ټينګار وکړ چې د نرخونو د کنټرول لپاره دې په يوې هر اړخيزې تګلارې کار وشي، څو بازارونو کې د نفتي موادو نرخونه کنټرول شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په کووېډ ـ۱۹ ناروغۍ اخته شوی

Pa.azadiradio.com 

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په کووېډ ـ۱۹ ناروغۍ اخته شوی. دا خبر د ایران د بهرنیو چارو وزارت نن ورکړی او ویلي يې دي چې په ټوله کې د هغه روغتیایي وضعیت ښه دی او له قرنطینه خپل کارته دوام ورکوي.  پرون د ورځې په پیل کې ویل شوي و چې امیرعبداللهیان به د روانې میاشتې په پای کې هند ته ولاړ شي چې د هند ـ ایران د ګډ اقتصادي کمېسیون په غونډه کې ګډون وکړي.  د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي چې د هغه کاري جدول به تغیر وکړي. ډېری ایراني چارواکي پر کووېډ ـ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي. Читать дальше...

ناسا: نړیوالې فضایي اډې ته د څلورو ستور مزلو استول ځنډول شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د فضایي څېړنو اداره ناسا وایي، نړیوالې فضایي اډې ته د هغو څلورو ستور مزلو استول د یوه ستور مزلي د روغتیایي ستونزې له امله ځنډول شوي دي.  ناسا د هغه ستور مزلي یا فضانورد چې روغتیایي ستونزه لري، نوم نه دی په ډاګه کړی، خو هغه یې عادي روغتیایي موضوع بللې ده.  ټاکل شوې وه چې د دغو څلورو ستورمزلو د سپېس اېکس فضایي بیړۍ پرون الوتې وای. دا په څو لسیزو کې لومړی ځل دی چې د امریکا یوه فضایي بیړۍ د یوه عملې د روغتیا له کبله ځنډول کېږي.  ناسا ویلي چې د دغې فضایي بېړۍ توغول د نوومبر۶ مې نېټې ته ځنډول شوي دي.


Музыкальные новости
Концерт

Концерт «Вселенная Миядзаки» - это настоящий праздник





Rss.plus
Шапка

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)




Порядка 100 автомобилей-нарушителей эвакуировано в Ленинском округе за 5 дней

Телеканал 360.ru запустил онлайн-игру во вселенной Roblox

Педиатры и врачи узких специализаций. В Крюкове строят новую поликлинику

Паркинг на 499 машино-мест строят в «Первом квартале» Ленинского округа




پنټاګون د ځینو افغانانو عکسونه او ویډیو ګانې له خپل وېبپاڼې لېرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، د هغو په لسګونو زره افغانانو عکسونه او ویډیو ګانې یې د خپل وېب سایټ د تصویري معلوماتو له برخې په موقت ډول لېرې کړي چې په افغانستان کې یې د امریکا له پوځي هڅو سره همکاري کړې او د طالبانو د غچ اخېستنې پر وړاندې زیانمېدونکي بلل کېږي.  د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون دوشنبې په واشنګټن کې وویل چې د اګسټ د میاشتې له لومړیو څخه چې د امریکا په مشرۍ د خلکو د ایستلو پروسه پیل شوې وه، د ټولو هغو کسانو تصویرونه یا د پېژندنې نور معلومات لېرې کړای شوي چې زیانمنېدونکې بلل کیږي. Читать дальше...

منیر خان په لکي مروتو کې دوه لکه ونې کښېنوي

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا د جنوبي ضلعې لکي مروت د سرای نورنګ اوسېدونکی لکي مروت د ملېشه ځواک پخوانی سرتېری دی. دی وايي، په ځواک کې د دندې ترسره کولو پر وخت یې هم ۱۲،۰۰۰ ونې کښېنولې وې. منیر خان په ۲۰۲۰ز کال کې له دندې تر تقاعدېدو یا ریټایر کېدو راهیسې ۲۰،۰۰۰ ونې او بوټي نهال کړې دي او وايي، د اقلیمي بدلون پروړاندې د مبارزې په موخه غواړي دوه لکه ونې ولګوي. دی د اب و هوا بدلون په اړه د پوهاوي کیمپېن هم کوي. د منیر خان د هلو ځلو په اړه د لکي مروتو لکي اېف اېم ۸۸ راډیو مشال راډیو ته ویډیو استولې چې موږ اېډېټ کړې.

افغاني سرې میاشتې غزني کې له ۳۰۰ کورنیو سره مرسته کړې 

Pa.azadiradio.com 

افغاني سرې میاشتې ټولنې په غزني کې پر ۳۰۰ بې وزلو، بې ځایه شوېو او اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرسته وېشلي دي.  د یادې ټولنې د ریاست سرپرست مشر نېک محمد عابد ازادي راډیو ته وویل، دغه مواد د ترکيې له لوري ورسره مرسته شوې. عابد وايي: "لومړی خو موږ د ترکېې له سرې میاشتې مننه کوو چې مرسته یې کړې وه، د هغه بې ځایه شوېو او بې وزله کورنیو لپاره چې مرستو ته سخته اړتیا لري، لومړی موږ سروې وکړه او بیا مو دغه اړمنو کورنیو ته دغه مرسته ورکړه." د دغه ټولنې چارواکي وايي، ژمی را روان دی او دې ولایت کې  ډېری... Читать дальше...

نامعلومو وسله والو ننګرهار کې د یوه جومات ملا امام وژلی

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله والو نن سهار د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد  کې د یوه جومات ملا امام په ډزو وژلی دی. یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نامعلومو وسله والو نن سې شنبه سهار مهال د عبدالواحد په نوم یو دیني عالم چې د معیوبینو د جامع مسجد ملا امام و، په داسې حال کې چې د سهار د لمانځه لپاره په اوداسه بوخت و، په ډزو وواژه او له سیمې وتښتېدل. د یوه بل خبر له مخې، نن د جلال اباد ښار د نهمې ناحیې په مربوطاتو د ۲ تنو  جسدونه موندل شوي چې په ونه کې راځړول شوي وو. د ځایي خلکو... Читать дальше...

کاپیسا کې پر زرو بې وزله کورنیو خوراکي توکي وویشل شول

Pa.azadiradio.com 

په کاپیسا کې پر څه باندې زرو بې وزله کورنیو خوراکي توکي وویشل شول.  کاپیسا کې د طالبانو ځایي چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دا مرستې پرون په تګاب ولسوالۍ کې د خوړو نړیوال پروګرام له خوا وویشل شوې.  د 'ډبلیو.اېف.پي' استازي سید کریم ازادي راډیو ته ویلي، دې مرستو کې یوه بوجۍ اوړه، یوه بوشکه غوړي او نژدې یو من دال نخود شامل وو.  ملګرو ملتونو له دې وړاندې ویلي چې د افغانستان سم نیمایي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او په خبره یې د ژمي په رارسېدو به دا ستونزه نوره هم جدي شي.  د طالبانو له راتګ وروسته... Читать дальше...

سکاټلنډ کې به داسې ژمنه وشي چې تر ۲۰۲۳ به ځنګلونه نه وهل کېږي

Pa.azadiradio.com 

تمه ده چې د نړۍ څه باندې سل مشران د اقلیمي بدلون په کانفرانس کې داسې یوه ژمنه لاسلیک کړي چې تر ۲۰۳۰میلادي کاله د ځنګل وهلو چارې ودروي.  د اقلیمي بدلون دا کانفرانس پرون د سکاټلنډ په ګلاسګو ښار کې پیل او دوه اوونۍ به دوام وکړي.  د بریتانیا د صدارت دفتر نن ویلي، هغه هېوادونه به یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړي چې د نړۍ ۸۵ فیصده ځنګلونه لري.  د بریتانیا صدر اعظم بورېس جانسن چې د دغه کانفرانس کوربه توب کوي وايي، د دې ژمنې ملاتړ به په ۱۲ میلیارده ډالره وشي چې د ځنګلونو د خوندیتوب برخه کې د اوسني نسل یو لوی ګام دی. Читать дальше...



Москва

V Общероссийская конференция «Устойчивое развитие этнокультурного сектора» представит калейдоскоп успешных практик в сфере социального проектирования


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин принял решение о расширении мер поддержки промпредприятий



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Наталья Сергунина

Сергунина: в Москве появилась собственная платформа по разработке моделей ИИ




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудница ОМОН "Оплот" приняла участие в костромском забеге «Галичское Заозерье»

Сергей Собянин подвел итоги Московской олимпиады школьников

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


WTA

Потапова проиграла на старте турнира WTA-500 в Страсбурге



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Симферополь

Литературный монолог «По праву памяти», к 105-й годовщине со дня рождения А.С. Крупнякова, советского и российского писателя.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России