فواد چودري: ریاست د سختدريځۍضد مبارزې لپاره تیار نه دی
پاکستان د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري وايي چې ریاست د سختدريځۍ پرضد د مبارزې لپاره مکمل تیار نه دی او د دې لوی ثبوت له تحریک لبیک پاکستان ډلې سره په معامله کې د ریاست پر شا کېده دي. د نومبر په ۱۸مه په اسلام اباد کې د ترهګرۍ او سختدريځۍ پرضد جوړې شوې یوې مشاورتي غونډې ته په خپله وينا کې چودري زیاته کړه. نه ریاست او نه حکومت د سختدريځۍ پرضد جګړې لپاره هغه هومره تیار دی، څومره چې ورته ضرورت دی. هغه وویل: ((په دې نېږدو کې موږ وکتل چې څرنګه ریاست پر شا شو، دا هر څه د هغه ټایم بم د چاوديدو نشاندهي... Читать дальше...