د خپلو حقونو نهورکول کېدو په اړه د یو شمېر افغان متقاعدینو اندېښنې
د افغانستان ملکي او نظامي متقاعدین دوی ته د خپلو حقونو نهورکول کېدو اندېښمن کړي. دوی چې د خپل عمر یوه ډېره برخهیې د افغانستان په ادارو کې خدمت کړی، اوس له یوه ورک برخلیک سره مخ دي. دوی وايي، د نظام له بدلون وروسته نهپوهېږي چې حق بهیې ورکړل شي او که نه، هغه څه چې د دوی د ډېرو یوازنۍ وسیله او هیله ده. ملکه د مخکېني نظام د یوه کمانډو سرتېري خور ده. هغه وايي، ورور یې ۲۶ کلن صدیقالله د خپلې لسیز کسیزې کورنۍ یوازنی سرپرست او مشر و. کوم چې د واده یو کال وروسته، په ۱۳۹۸ کال کې د روژې په ۲۷مه... Читать дальше...