Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2021

Новости за 03.11.2021

افغان عکاس او خبریال مسعود حسیني د بیان ازادۍ د 'ویلیام روډلف هیرسټ' جایزه وګټله

Pa.azadiradio.com 

افغان عکاس او خبریال مسعود حسیني چې اوس هالنډ کې اوسېږي، د بیان ازادۍ په برخه کې د کالفورنیا سن خوزه پوهنتون د "ویلیام روډلف هیرسټ" جایزه وګتله. دا جایزه یو ایوارډ او څه اندازه پیسې دي چې هر کال د دې پوهنتون د رسنیو او اړیکو څانګې له‌خوا هغو خبریالانو ته ورکول کېږي چې زړه‌ور کار یې کړی وي. مسعود حسیني ازادي راډیو ته وویل، دا جایزه‌یې وروستیو کې د افغانستان د جګړې په اړه د خبر جوړونې او عکاسۍ له امله ګټلې ده. دی زیاتوي: "ما سږ کال د افغانستان د وروستیو جګړو او د طالبانو له‌خوا د نظام د سقوط په اړه د خبري پوښښ په نتیجه کې دا جایزه وګټله. Читать дальше...

کابل کې د تېرې ورځې د خونړۍ حملې قربانیان: بیا هم ملکیانو ته تلفات اوړي

Pa.azadiradio.com 

د سردار محمد داوود خان پوځي روغتون د تېرې ورځې برید عیني شاهدان او ټپیان وايي، لکه په تېر حکومت کې بیا هم په پېښو او بریدونو کې ملکیانو ته تلفات اوړي. دوی وایي، د طالبانو په راتګ نه‌یوازې دا چې حملې او جګړې پای ته ونه‌رسېدې، بلکې د افغانستان خلک له لا سختو او جدي ستونزو سره مخ شول. پر دغه روغتون د سې شنبې ورځې د غرمې حملې نږدې ۱۹ کسان وژلي او شااوخوا ۵۰ نور کسان‌یې ټپیان کړي دي. د سردار محمد داوود خان د ۴۰۰ بستریز روغتون ډاکتر شبیر احمدي هم د سې شنبې ورځې په برید کې ټپي شوی دی. دی وایي،... Читать дальше...



ائتلاف ملي امېد جوانان: طالبانو د افغان ځوانانو کار او زده‌کړو ته پام نه‌دی کړی

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د «ائتلاف ملي امېد جوانان» په نوم بنسټ وايي، طالبانو د افغان ځوانانو وضعیت په ځانګړي ډول کار او زده‌کړو ته پام نه‌دی کړی. دغه بنسټ له طالبانو غواړي چې د افغان ځوانانو وضعیت ته پام وکړي او د ټولنې دې برخې ته په کور دننه او بهر د زده‌کړو او کار زمینه برابره کړي. د دې بنسټ په خبري ناسته کې ګډونوالو دغه‌شان له طالبانو غوښتنه وکړه چې د ځوانانو په ځانګړي ډول د نجونو غوښتنو ته پام وکړي. دې بنسټ د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۱۲» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال غوښتنه وکړه چې باید... Читать дальше...

د افغانستان او هند لوبه; ایا افغانستان به تاریخ جوړ کړي؟

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه نن د کرکټ په شل اووریزو نړیوال جام سیالیو کې له یو بل سره مخامخ کیږي. افغانستان تر اوسه نه دی توانېدلی چې په شل اووریز نړیوال جام سیالیو کې په هيڅ لوبه کې هند ته ماتې ورکړي. هند په تیرو دوو لوبو کې د پاکستان او ویسټ انډيز څخه ماتې خوړلې او اخري پړاو ته د لارې موندلو لپاره بریا ته سخته اړتیا لري. افغانستان په درو لوبو کې په دوو بریاوو سره تر پاکستان وروسته په جدول کې دوهم ځای لري.

کابل کې د سردار داوود خان روغتون چارې بېرته په عادي ډول پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وایي، کابل کې د سردار داوود خان ۴۰۰ بستریز روغتون چارې نن سهار بېرته په عادي ډول پیل شوې دي. د طالبانو د لوی درستیز د روغتیایي څانګې مسؤل محمد طاهر احرار ویلي، د پروني برید پر مهال د روغتون ودانۍ او کارکوونکو ته زیان نه‌دی اوښتی. ښاغلی احرار زیاتوي: "مریضان الحمدالله ټول روغ او سالم دي، ډاکترانو ته هم زیان نه‌دی رسېدلی، زموږ کارونه عادي روان دي، نن سهار مو هم ناروغان منلي دي، پخوانیو مریضانو ته اوس هم ډاکتران تداوي کوي."  پر دې روغتون پرون ډله‌ییز برید وشو چې مسؤلیت‌یې داعش وسله‌والې ډلې ومانه. Читать дальше...

پر سردار داوود خان روغتون برید کې د طالبانو یو 'لوړپوړی قوماندان' وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

لوېدیځ اژانسونه وایي چې پر سردار داوود خان روغتون پروني ځانمرګي او ډله‌ییز برید کې د طالبانو یو لوړپوړی پوځي قوماندان وژل شوی دی. فرانس پرس اژانس دا کس حمدالله مخلص یاد کړی چې په باور یې د طالبانو د ځانګړې بدري قطعې قوماندان او د حقاني شبکې غړی و. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا ازادي راډيو سره خبرو کې وویل چې دا راپورونه نه‌شي تأییدولی. کابل کې پر سردار داوود خان روغتون د پروني برید پړه داعش وسله‌والې ډلې ومنله.

خيبر پښتونخوا او بلوچستان د اب و هوا بدلون له خطر سره څنګه او څومره مخامخ دي؟

Mashaalradio.com 

د برېتانيا په ګلاسکو ښار کې د اب و هوا بدلون او نړيوالې تودښې د مخنيوي په اړه د کوپ-۲۶ کانفرنس د اکتوبر پر ۳۱مه پیل شوی چې د نومبر تر ۱۲مې به دوام لري. دې ته د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو ويناګانې کوي. په دې کې د نړۍ ۲۰۰ هېوادونو ته ويل شوي چې تر ۲۰۳۰ز کاله د زهرجنو ګیسونو د کمولو په اړه خپل پلان وړاندې کړي. د اب و هوا بدلون دا مهال نړۍ ته تر ټولو لوی خطر بلل کېږي. پاکستان په هغو هېوادونو کې دی چې د اب و هوا د بدلون د مخنيوي لپاره يې د يو ارب ونو لګولو منصوبه پیل کړې ده. ټاکل شوې وه چې د پاکستان... Читать дальше...



خیبرپښتونخوا کې به بلدیاتي ټاکنې پر ټاکلي وخت وشي؟

Mashaalradio.com 

په داسې حال کې چې د خیبر پښتونخوا په ۱۷ ضلعو کې د بلدیاتي انتخاباتو د لومړي پړاو لپاره تیارۍ روانې دي، او سیاسي هلې ځلې پیل شوي دي، پېښور های کورټ امر ورکړی دی چې په کلیوالو کونسلونو کې دې هم انتخابات په جماعتي بنیادونو وشي. بلدیاتي نظام څه ته وايي او په صوبه کې د بلدیاتي انتخاباتو د ځنډېدو تر شا علتونه څه دي؟ د کرښې پر غاړه خپرونه کې پرې بحث کوو. خپرونه د غږ پر ځای کې اورېدای شئ. کوربه شاهین بونیری دی.

د بلوچستان په سرکاري روغتونونو کې د ځوان ډاکټرانو کاربندیز

Mashaalradio.com 

د بلوچستان د ټولو سرکاري روغتونونو په او پي ډي او اپرېشین تیېټرانو کې د ځوان ډاکټرانو اتحادیه پر کاربندیز ده. دوی له تېرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې پر هړتال دي چې د سرکاري روغتونونو شخصي کول (پرایویټایزېشن) دې نه کېږي. نور حال په دې ویډیویي راپور کې.

امریکا: له ۵-۱۱ کلنو ماشومانو ته د فایزر بیو انټیک واکسین پیلولی شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا روغتیایي چارواکي وایي، دوی له ۵ تر ۱۱ کلنو ماشومانو ته هم د فایزر بیو ان ټیک واکسین بهیر پیلولی شي.  د دوی موخه دا ده چې دا ماشومان په کووېډ -۱۹ ناروغۍ اخته نه شي.  امریکایي چارواکو پرون د ۱۲ او ۱۷ کلونو ترمنځ ماشومانو ته د واکسین لګول تایید کړ.  اټکل دا دی چې متحده ایالاتونو کې ۲۸ میلیونه ماشومان د دې واکسین پر شرایطو برابر دي.

فوټبال؛ افغان لوبډله به د نومبر په ۱۶مه اندونیزیا سره ولوبیږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د فوټبال ملي لوبډله د نوومبر په شپاړسمه له اندونیزیا سره تدارکاتي لوبه وکړي.  د افغانستان فوټبال فدراسیون پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د ترکیې په انتالیا کې تر دې لوبې مخکې به همدې ښار کې د نوومبر په اتمه افغان لوبډله تمریني کمپ کې هم ګډون وکړي.  افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې ورزشي فعالیتونه یو څه پیکه شوي او د ښځو ورزشي سیالۍ په ټپه ولاړې دي.  د فوټبال د ملي او نورو لوبډلو اکثره ښځینه غړې له افغانستانه وتلي دي.  طالبانو بیا ویلي، د ورزشي چارو د تنظیم لپاره یې د المپیک... Читать дальше...

سرچینه: جلال اباد کې چاودنې ۳ ملکيان ووژل او ۲ طالبان یې ټپیان کړل

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې  چاودنې درې ملکي وګړي ووژل او د طالبانو دوه عسکر یې ټپیان کړل.  د طالبانو د حکومت یوه ځایي چارواکي چې د موضوع د حساسیت له مخې یې نه غوښتل نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، چاودنه غرمه ۱۲ بجې د طالبانو پر رنجر موټر وشوه.  دا سرچینه وایي چې د اتمې ناحیې اړوند شاه برهان اغا زیارت په سیمه کې دا چاودنه د خښ شوي ماین له کبله شوې.  سرچینې که څه هم په دې اړه نور جزییات ورنه کړل، خو په سیمه کې له چاودنې وروسته د سپکو وسلو ډزې هم شوي.  سملاسي چا د دې چاودنې... Читать дальше...

کرکټ؛ نن افغانستان د هندوستان سره سیالۍ لري

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې چې د کرکټ د شل اوورېزه نړیوال جام د سیالیو په لړ کې نن د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د هندوستان پر وړاندې د سیالۍډګر ته ښکته شي. دا لوبه نن ماښام شپږ نیمې بجې په ابوظهبۍ کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي. افغانستان له دې وړاندې سکاټلنډ او نامیبیا ته په لوی توپیر ماتې ورکړي دي خو، هندوستان بیا له پاکستان او نیوزلنډ ماتې خوړلې ده. که افغانستان دا لوبه وګټي، نو د دې سیالیو نیمه پایلوبې ته يې د ورتګ چانس زیاتېږي، خو که هندوستان غواړي نیمه پایلوبې ته ووځي نو د افغانستان په ګډون باید خپلې راتلونکې دوه نورې لوبې په لوړ توپیر وګټي. Читать дальше...

مالیې وزارت دولتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړی چې معاشونه یې ژر ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ماليې وزارت ټولو دولتي کار کوونکو ته ډاډ ورکړی چې ډېر ژر به يې معاشونه ورکړل شي. د دې وزارت وياند احمد ولي حقمل نن چهارشنبه (د لړم په ۱۲مه) ازادي راډيو ته وويل، دوی په داسې يوې طرحې کار کړی چې له مخې به یې د ټولو دولتي کار کوونکو د وږي او تلې مياشتې معاشونه اجرا شي. د ښاغلي حقمل په خبره، د عامې روغتيا، لوړو زده کړو، پوهنې او کرنې وزارتونه ورته لومړيتوب لري‌، خو ښاغلي حقمل دا ونه ويل چې د دولتي کارکوونکو معاشونه به په څو ورځو کې ورکول شي؟ په افغانستان کې ډېری د دولت کار کوونکو... Читать дальше...

سوداګرۍ خونه: هرو ۲ اونیو کې یوه بېړۍ توکي افغانستان ته واردیږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د چابهار بندر له لارې په هرو ۱۵ ورځو يو ډکه بېړۍ سوداګریز توکي چې د شااوخوا ۲۰۰ کانټينرونو ظرفيت لري افغانستان ته وارديږي.    د دې خونې مرستيال يونس مومند نن چهارشنبه (د لړم ۱۲مه) ازادي راډيو ته وويل، دې کانټينرونو کې ډېر لومړني خوارکي توکي لکه غوړي، بوره او نور له عربي متحدو اماراتو څخه واردېږي. ښاغلی مومند وايي، مخکې به په هرو لسو ورځو کې له ۲۰۰ کانټینرو نه زیات مواد دغه هېواد ته واردېدل چې دومره کمی په کې نه دی راغلی. Читать дальше...

ملګري ملتونه: جګړو ۳،۵میلیونه افغانان راکډه کړي د مرستو اړتیا ورځ په ورځ ډېرېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام شمېرې ښيي چې نږدې ۲۳ میلیونه افغانان د سختې لوږې له ګواښ سره مخ دي. هستي ګل د ننګرهار ناامنۍ کډه په سر تر کابله را ورساوه، خو دلته یې هم بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ ژوند تریخ کړی دی. نوموړی وايي، هر کال په خپل ژوند کې د بدلون او هوساینې هیله لري، خو پایله یې له تېر هم خراب وضعیت وي: "د الله په هیله ناست یوو، کار روزګار نه‌شته. د لارې کرایه پیدا کړو چې لاړ شو، هغه هم نه‌شته. له طالبانو مې هیله ده چې بې‌وزلو ته کار پیدا کړي. هر کال هیله لرو چې وضعیت به ښه شي،... Читать дальше...


Музыкальные новости
Концерт

Концерт в честь 90-летия Евгения Крылатова





Rss.plus
Концерт

Концерт-телепремьера «Шаляпин и Рахманинов в Кисловодске» состоится на выставке-форуме «Россия»




Дороги Подмосковья в среду вечером загружены на 6 баллов

Московский военный округ возглавил Сергей Кузовлев

Жителям Подмосковья напомнили способы передачи показаний счетчиков

Студент из Сергиева Посада победил в региональных соревнованиях по джигитовке




بې پولو خبريالان: پاکستان کې د انټرنیټ ازادي هم تر بندیز لاندې

Mashaalradio.com 

د رسنيو د ازادۍ دغه پاريس مېشتې سازمان د نومبر پر دويمه په يو بيان کې ويلي چې تېره مياشت د خپرو شويو قوانينو جاج خطرناکې قانوني لومې په ډاګه کړې چې انتهايي مبهم تعريف، حکومت ته د بشپړ واک اجازه، او هغو کسانو ته د يو قانوني حق نيشتوالی شامل دی چې په نښه شوي وي.

کندز کې د هاوان د سرګلولې په چاودنه کې ۲ ماشومان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې د هاوان د سرګلولې د چاودنې له امله ۲ ماشومان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي.   دا پیښه نن سهار د چهاردرې ولسوالۍ په سید مختار سیمه کې شوې ده.  د کندز د حوزوي روغتون مشر ډاکټر نعیم منګل ازادي راډيو ته وویل، ماشومانو د هاوان پر مرمۍ لوبې کولې چې پرې چاودلې ده: "روغتون ته یې ټول ۷  ماشومان راوړي دي، عمرونه یې د ۷ او نهو-لسو کلونو ترمنځ دي. دوه تنه شهیدان وو، یو هلک او یوه نجلۍ، پنځه تنه ټپیان وو چې دوه یې نجونې او درې هلکان دي."  په ټپیانو کې د دوو تنو روغتیایي وضعیت نازک بلل شوی دی. Читать дальше...

د کابل په سردار محمد داوود خان روغتون د برید پړه داعش ډلې منلې

Pa.azadiradio.com 

د کابل پر سردار محمد داوود خان روغتون د پروني برید مسوولیت اسلامي دولت ډلې یا داعش ومانه. د داعش خبري اژانس اعماق پر خپل ټیلګرام پاڼه په یوه بیان کې ویلي چې د کابل پر وزیر اکبرخان مېنه کې دا برید د دې ډلې پنځو جنګیالیو ترسره کړ. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له پرونۍ حملې وروسته وویل، دې ډلې غوښتل پر روغتون د برید مهال ملکي وګړي، ډاکټران او ناروغان په نښه کړي، خو ده زیاته کړه چې طالبانو دا برید د پنځلسو دقیقو په ترڅ کې شنډ کړ. د مجاهد په وینا د طالبانو ځانګړي ځواکونه له یوه هلیکوپټره... Читать дальше...

چین او روسیې له شمالي کوریا د بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

چین او روسیې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پرېکړه لېک په مسوده کې پر شمالي کوریا د لګېدلو بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه کړې. په دې طرح کې د شمالي کوریا د اقتصادي ستونزو یادونه شوې او ویل شوي چې د ملکي وګړو د ژوند د ښېګڼې لپاره باید دا بندیزونه لېرې شي. په مسوده کې چې جزئیات یې اسوشیټېډ پریس او رویټرز خبري اژانسونو خپاره کړي د شمالي کوریا پر سمندري خوړو، د نساجۍ او پټرولیم پر محصولاتو او همدا راز په بهر کې د شمالي کوریا د وګړو پر کار د بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه شوې. روسیې او چین په ۲۰۱۹... Читать дальше...

جرمني: د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال، د نازي سرتیرو جرایم نه هېروو

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د پارلمان مرستیال مشره وايي، هېواد به یې هېڅکله هغه جرایم هېر نه کړي چې نازي سرتېرو د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال په اشغال شوې سربیا کې وکړل. د زرغونه ګوند مخکښه غړې او د جرمني د فدرال پارلمان مرستیال مشره کلاودیا روت لومړۍ جرمنۍ چارواکې ده چې په تېره اکتوبر میاشت کې یې د سربیا په کراګویي واچ ښار کې د نازي جرمني د ډلوژنو قربانیانو ته د درناوي په کلنیو مراسمو کې ګډون وکړ. د نازي پوځ د ۱۹۴۱ کال د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په دې ښار کې پر جرمني سرتېرو د مقاومت ډلو د حملو په غبرګون کې پر ملکي وګړو... Читать дальше...

ويسا: که د نجونو يو ښوونځی هم تړلی وي، موږ به غږ پورته کوو

Mashaalradio.com 

پر کابل د طالبانو د واکمنۍ څه باندې دوه نيمې مياشتې پوره شوي خو لا هم د افغانستان په زياتره ولايتونو کې د نجونو پرمخ د منځنۍ او لوړو زدکړو دروازې تړل شوي دي. په افغانستان کې "قلم لار بنسټ" له کلونو راهيسې د بندو ښوونځيو پرانيستلو لپاره کمپاين کوي. د دې بنسټ فعالانو د طالبانو په واکمنۍ کې هم د پوهې عامولو تر څنګ د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونو بيا پرانيستلو لپاره کمپاين روان کړی دی. احمد شاه اعظمي د دې بنسټ له مشر مطيع الله ويسا سره پر همدې موضوع خبرې کړې.



Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о роли несырьевого экспорта в российской экономике


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин сообщил о планах благоустройства на северо-востоке Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

Скульптура в честь Булата Окуджавы появилась в Нижнем Тагиле




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков

Звезды спорта. Кто они такие и почему их так называют?


Уимблдон

«Подача на победу на Уимблдоне». Гвардиола – о заключительном туре АПЛ



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге об энергоэффективном жилье



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России