Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2021

Новости за 11.11.2021

د بلاروس ګاونډي اروپایي هېوادونه: د کډوالو ناورین ممکن په پوځي شخړه واوړي

Pa.azadiradio.com 

له بلاروس سره پر پوله پرتو اروپایي هېوادونو خبرداری ورکړی چې دغلته د کډوالو ناورین ممکن په پوځي شخړه واوړي.  دا په داسې حال کې ده چې د بلاروس او پولنډ ترمنځ پوله کې سلګونه پناه غوښتونکي د خوړو له کمښت او یخې هوا سره مخامخ دي او هڅه کوي چې پولنډ ته واوړي.  په دغو پناه غوښتونکو کې د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا اتباع شامل دي.  پولنډ پر بلاروس تور پورې کړی چې د سرحدي لانجو په برخه کې د "دولتي ترهګرۍ " رول لوبوي. د پولنډ د دفاع وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، د بلاروس له‌خوا ورغلو پناه غوښتونکو... Читать дальше...

پاکستان: نړۍ باید له افغانستان سره راکړه ورکړه زیاته کړي

Pa.azadiradio.com 

اسلام اباد نن ( پنجشنبه) د ترویکا پلس په نوم د هېوادونو د غونډې کوربه و. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي او د افغانستان لپاره د امریکا، چین او روسیې ځانګړو استازو په دې غونډه کې برخه درلوده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې وویل نړۍ باید نه یوازې له طالبانو سره راکړه ورکړه وساتي بلکې زیاته یې کړي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د ناروغانو د درملنې '۳۷ مرکزونه' تړل شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي، د نومبر له لومړۍ نېټې راهیسې په هېواد کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو د درملنې ۳۷ مرکزونه تړل شوي دي. د دغو مرکزونو د فعاليت د درولو لامل د کافي تجهيزاتو نشتوالى او د معاشونو نه‌ورکول دي. د عامې روغتیا وزارت د خدماتو مرستیال عبدالباري عمر د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې دغه مرکزونه مخکې د نړیوال بانک له‌خوا تمویل کېدل او اوس‌یې د فعالیت د بندولو امر ورته کړی دی. ښاغلي عمر پر نړیوال بانک او نړیوالو سازمانونو غږ وکړ چې د افغانستان روغتیايي سکټور دې په سیاسي چارو کې نه‌ښکېلوي. Читать дальше...



د اریانا افغان هوایي شرکت له کابله اسلام‌اباد ته الوتنې پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

د اریانا افغان هوایي شرکت له کابله اسلام‌اباد ته په اوونۍ کې دوه ځله الوتنې پيل کړې. دې شرکت د پنجشنبې او دوشنبې ورځو ته خپلې الوتنې پلان کړې دي.  له دې وړاندې کام‌ایر هوایي شرکت د کابل-اسلام‌اباد ترمنځ الوتنې پيل کړې وې. اسلام‌اباد ته د کام‌ایر شرکت د ټکټونو بیه څه باندې زرو ډالرو ته پورته شوې وه، خو اوس اریانا شرکت ویلي، له کابله اسلام‌اباد ته د ټکټ بیه ۴۰۰ ډالره او له هغه لوري ۱۰۰ ډالره ده.  اریانا افغان هوایي شرکت په دې اوونۍ کې له کابله دوبۍ ته هم الوتنې پیل کړې.

د 'ترویکا پلس' غونډې پای او د افغانستان پر جدي وضعیت د ګډونوالو اندېښنه

Pa.azadiradio.com 

د ترویکا پلس نننۍ غونډه چې په اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه، په یوه ۱۵ ماده‌ییزه اعلامیه پای ته ورسېده. دې غونډه کې چې نن په اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه د افغانستان لپاره د امریکا، چین، روسیې او پاکستان ځانګړو استازو ګډون درلود او د افغانستان په وروستي وضعیت‌یې بحث وکړ. دوی په سر کې د افغانستان د جدي بشري او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د افغانانو د کلک ملاتړ غوښتنه‌یې کړې ده.  د غونډې ګډونوالو له طالبانو مننه کړې چې افغانستان ته او له افغانستانه بهر یې د تګ راتګ اسانتیاوې رامنځته کړي او د بشري مرستو الوتکو ته‌یې هوایي ډګرونه پرانیستي.

له موسيقۍ پرته د ژوند تصور نشم کولی: فياض خان خېشکی

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې ته پېژندلی سندرغاړی فياض خان خېشکی مېلمه کړی وو. نوموړی وايي، تل يې هڅه کړې چې د ښه شعر په سندره کولو ټولنې ته مثبت پيغام ورکړي. خېشکی موسيقي د انساني ژوند د يوه لازم عنصر په توګه يادوي او زياتوي چې د ښې سندرې ويلو لپاره د رياضت ترڅنګ د نفس تزکيه هم ضروري ده. د فياض خان خېشکي دا خبرې او ځينې سندرې يې د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

پر کابل هوايي ډګر د خونړي برید ځپلې کورنۍ: امریکا دې مرسته راسره وکړي

Mashaalradio.com 

د روان میلادي کال د اګست میاشتې په ۲۶مه نېټه چې د کابل هوايي ډګر په دروازه کې د داعش وسله‌والې ډلې د خراسان څانګې له لوري په شوې انتحاري حمله کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۱۷۲ زیات کسان ووژل شول.

قریشي: نړۍ دې له طالبانو سره اړیکې نه‌ شلوي

Mashaalradio.com 

نن د نومبر پر ۱۱مه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د (ټرایکا پلس) ناسته پیل شوه چې د کوربه هېواد (پاکستان) د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ړرته پرانستونک وینا وکړه. هغه وویل، نړۍ دې له طالبانو سره خپلې اړیکې نه‌ پرې کوي ځکه د ده په وینا طالبان له نړۍ سره تعامل غواړي او د یو باثباته او په پښو ولاړ افغانستان لپاره هڅې د ټولې نړۍ یو ګډ مسولیت دی. نوموړي نن د (ټرایکا پلس) په ناسته کې پر نړیوالو غږ وکړ چې له افغانستان سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي. د نوموړي په وینا، هېڅ یو هېواد نه‌ غواړي... Читать дальше...



پر کابل هوايي ډګر د خونړۍ حملې د قربانیانو کورنۍ: امریکا باید موږ سره مرسته وکړي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د امریکا دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د پاتې کورنیو پر ایستلو ټینګار کوي پر کابل هوایي ډګر د خونړۍ چاودنې د قربانیانو کورنۍ هم له دې هېواده د مرستې غوښتنه کوي. په هغه پېښه کې د یوه وژل شوي کس کورنۍ وایي امریکا باید له هغوی سره مرسته وکړي چې خوندي ځای ته ولاړ شي. د روان میلادي کال د اګسټ میاشتې په ۲۶مه نېټه چې د کابل هوايي ډګر په دروازه کې د داعش وسله‌والې ډلې د خراسان څانګې له لوري په شوې انتحاري حمله کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۱۷۲ زیات کسان ووژل شول. ... Читать дальше...

اسلام‌اباد کې 'ترویکا پلس' ناسته؛ قریشي وايي نړۍ دې طالبانو سره اړیکې نه‌پرې کوي

Pa.azadiradio.com 

نن په اسلام‌اباد کې د (ترویکا پلس) ناسته پیل شوه. د دې ناستې  پیلییزه وینا د کوربه هېواد (پاکستان) د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وکړه. هغه وویل، نړۍ دې له طالبانو سره خپلې اړیکې نه‌پرې کوي ځکه د ده په وینا طالبان له نړۍ سره تعامل غواړي او د یو باثباته او په پښو ولاړ افغانستان لپاره هڅې د ټولې نړۍ یو ګډ مسؤلیت دی. نوموړي نن د (ترویکا پلس) په ناسته کې په نړیوالو غږ وکړ چې افغانستان سره خپلې بشري مرستې زیاتې کړي. د نوموړي په وینا، هېڅ یو هېواد نه‌غواړي چې افغانستان دې یو ځل بیا د جکړې په میدان بدل شي. Читать дальше...

په غور کې بې وزلۍ نوې ناوې اړ ایستلې چې خپل جهېز وپلوري

Pa.azadiradio.com 

په غور کې بې وزلۍ نوې ناوې اړ ایستلې چې خپل جهېز وپلوري په غور ولایت کې فقر او بې وزلي لامل شوې چې یو شمېر اوسېدونکي د کور توکي خرڅ کړي. په دغو کسانو کې داسي ښځې هم شته چې نوي يې ودونه شوي او د خوړو اخیستلو لپاره هغه جهېز پلوري چې د پلار له کوره یې له ځان سره خپل نوي کور ته وړي.

سلطان لالا: کانکيندونکي د نه سهولتونو له لاسه مري

Mashaalradio.com 

د مشال مرکه کې کږ له کوټې د کویلې کانکیندونکو ژغورنې اتحادیې (پاکستان سېنټرل ماین فیډرېشن) مشر سلطان لالا مېلمه دی. نوموړي له تېرو شلو کالو راهيسي د کانکيندونکو حقوقو لپاره کار کوي. سلطان لالا وايي، په ټول هېواد کې د کانکيندونکو شمېره نژدې پينځه لاکه ده چې زياتره یې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان سره تعلق لري. د ده په خبره د سکرو په کانونو کې پېښو تر ټولو لوی علت د سهولتونو نېشتوالي دي. د دې خپرونې کوربه ګل اياز دی.

اروپایي ټولنه پر بېلاروس نوي بندیزونه لګوي

Mashaalradio.com 

د اروپایي ټولنې مشرانو مینسک تورن کړی دی چې له جګړه ځپلو او خوارو هېوادونو خلک راغونډوي او بیا یې له کسته د پولېنډ پولې پر خوا ورپورېوهي، چې د اروپایي ټولنې په ختیځو سرحدونو کې ګډوډي پيدا کړي.

راشد خان: هر لوبغاړی دې د مینه والو نیوکو ته په ښه لوبه ځواب ووایي

Mashaalradio.com 

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې غوره لوبغاړي راشد خان وايي که مینه وال یې پر لوبو نیوکې لري نو د هغې ښه ځواب د ښې لوبې په کولو سره ورکول کېدای شي. له نوموړي سره د ډیوه رېډيو خبریالې منزه شهید په ټي ۲۰ نړیوال جام کې د افغان لوبډلې پر کارکردګۍ مرکه کې کړې ده.

اروپایي ټولنه: پر بېلاروس د سزا په هدف بندیزونه لګوو

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه د پولنډ-بېلاروس پولې ته نژدې د پناه غوښتونکو د کړکېچ په خاطر پر بېلاروس د سزا په هدف بندیزونه لګوي.  اوس مهال دغلته د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا په سلګونو پناه غوښتونکي له سړې هوا او د خوراکي توکو له کمښته رنځ وړي.  د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هېوادونو استازو پرون چهارشنبه موافقه وکړه چې دا وضعیت له قانوني اړخه نورو بندیزونو ته زمینه برابروي.  اټکل دا دی چې دا بندیزونه د راتلونکې اوونۍ په پيل کې د بېلاروس د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون په ۳۰ کسانو او بنسټونو ولګول شي.  اروپایي... Читать дальше...

د بشري حقونو نړیوال سازمان پر افغانستان د بندیزونو د تعدیل غوښتنه کړې 

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو څار نړیوال سازمان په افغانستان کې د پراخې قحطۍ د مخنیوي لپاره پر دغه هېواد د بندیزونو او محدودیتونو د تعدیل غوښتنه کړې ده. دغه سازمان له مرسته کوونکو هېوادونو، ملګرو ملتونو او نړیوالو مالي بنسټونو څخه غوښتي چې د افغانستان پر اقتصادي او بانکي سیستمونو بندیزونه ژر تر ژره بدل کړي. طالبانو د اګسټ په ۱۵مه د لوېدیځ له ملاتړه برخه‌من حکومت وپرځاوه چې تر دې وروسته امریکا د افغانستان نږدې نهه‌نیم میلیارده ډالره شتمني کنګل کړه.  له دې سره په تېرو څو اوونیو کې د لومړنیو خوراکي او غیر خوراکي... Читать дальше...

خوست کې د کرونا ویروس د تشخیص 'پي.سي.ار' لابراتور پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې په لومړي ځل د روغتیا نړیوال سازمان په مالي لګښت د کرونا ویروس د تشخیص لپاره د 'پي.سي.ار' لابراتوار پرانیستل شو. د خوست روغتیايي مسوولین وايي، پخوا به ناروغان د پي سي ار اړوند معایناتو لپاره پاکستان او نورو هېوادونو ته تلل، خو اوس مهال دا اسانتیا په خوست کې برابره شوه. د روغتیايي مسوولینو په وینا په دې لابراتوار کې به د کرونا ویروس سربېره د'HBS,HCV,HIV' ویروسونو هم تشخیصېږي او په ورځ کې د ۱۵۰ معایناتو ظرفیت لري. نن پنجشنبه (د لړم په ۲۰مه) د خوست د عامې روغتیا یو مسوول ډاکټر حبیب شاه... Читать дальше...

پاکستان: د سوله ییز، باثباته افغانستان لپاره هڅې یو ګډ مسؤلیت دی

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د سوله ییز، باثباته، ازاد او نېکمرغه افغانستان لپاره هڅې یو ګډ مسوولیت دی. شاه محمود قریشي دا څرګندونې نن په اسلام اباد کې د ترویکا پلس غونډې په پرانیستونکې وینا کې کړې دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي څانګې پر خپله ټویټرپاڼه د ښاغلي قریشي په حواله ویلي چې دا ډول غونډې د افغانستان له اقتصادي پراختیا سره مرسته کوي. د ترویکا پلس نننۍ غونډې اصلي ګډونوال د افغانستان لپاره د امریکا، چین روسیې او پاکستان ځانګړي استازي دي. د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر... Читать дальше...

ملګري ملتونه: افغانستان کې د مرستې رسونې چارې ګړندۍ شوي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان کې یې د مرستې رسونې چارې ګړندۍ کړي دي. د دغه پروګرام اجرائیوي مشر ډیوېډ بېسلي وایي، افغانستان کې څه باندې ۲۲ میلیونه اړمن کسان شته او دوی هڅه کوي چې ټولو ته ورسېږي. ښاغلي بېسلي نن سهار د کابل له هوایي ډګره یوه ویډیویي پيغام کې ویلي، د دغه شمېر اړمنو د لاسنیوي لپاره په میاشت کې ۲۳۰میلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري. دی وایي: "تاسو پوهیږئ او ناورین سره بلد هم یئ، دلته شخړه وه، خو اوس پر اقتصادي پلانونو کار روان دی، دلته څه باندې ۲۲ میلیونه اړمن... Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Создание Сайтов. Создание веб сайта. Создание сайта html. Создание сайтов цена. Создание и продвижение сайтов. Создание сайта с нуля. Создание интернет сайта.





Rss.plus
ЦСКА

ЦСКА и "Нижний Новгород" забили 8 голов в матче РПЛ




Инвесторам рассказали про актуальные девелоперские проекты на о. Бали

Захарова назвала приступом безумия версию, что за покушением на Фицо стоит РФ

Суд продлил арест обвиненной в экстремизме журналистке Фаворской

"Росгосстрах": непогода нанесла наибольший урон имуществу россиян в мае




اروپایي ټولنه: پر بېلاروس نوي بندیزونه لګوو، د هوایي چلند اداره هم په کې ده

Pa.azadiradio.com 

اروپایي ټولنه د پولنډ-بېلاروس له پولي سره د کړکېچ په خاطر بېلاروس ته د سزا ورکولو په لور یو بل ګام نژدې شو. د پولنډ او بېلاروس له پولي سره نژدې د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا په سلګونو کډوال بند پاتې دي، د دوی خواړه په خلاصېدو دي او هوا هم ډېره سړه ده.  د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو استازیو پرون موافقه وکړه چې شرایط له قانوني پلوه د نورو بندیزونو لګولو ته چمو دي چې ښایي د راتلونکې اوونۍ په پيل کې د بېلاروس د بهرنیو چارو د وزیر او هوایي چلند په ګډون پر شااوخوا ۳۰ کسانو او شرکتونو ولګول شي. Читать дальше...

د زړو اوسپنو سوداګر: زېرمه شوي اوسپنې د پلور بازار نه لري

Pa.azadiradio.com 

د زړو اوسپنو سوداګر شکایت کوي چې په افغانستان کې د دوی له لوري د زېرمه شوېو اوسپنو د خرڅلاو لپاره مناسب بازار نه شته. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اوسپنو سوداګرو د دغې خونې له لومړي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې له دې وړاندې یې په زیاته اندازه زړې اوسپنې پېرلې او زېرمه کولې یې، خو د خرڅلاو لپاره يې مناسب بازار نه لري. سوداګرو وړاندیز کړی چې حکومت دې دوی ته اجازه ورکړي څو له دوی سره له اړتیا پرته زېرمه شوې اوسپنې له هېواده بهر صادرې کړي. د... Читать дальше...

افغانستان روان کال د ۱۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت انځر صادر کړي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د روان لمریز کال له پیل راهیسې د ۱۱۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت انځر بهر ته صادر کړي. د طالبانو حکومت د سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي نن پنجشنبه (د لړم په ۲۰مه) رسنیو ته وویل، د روان کال له پیل راهیسې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۸ زره ټنه انځر تولید شوي وو چې له دې شمېرې ۷۰ سلنه یې هند او ۳۰ سلنه یې هم پاکستان ته صادر شوي دي. ښاغلی عزیزي زیاتوي چې له دې صادراتو افغانستان ۱۱۲ میلیونه ډالر عاید درلوده. دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راهیسې... Читать дальше...

د پولینډ او بېلاروس پر پوله د کډوالو بحران ژور شوی دی

Mashaalradio.com 

د بېلاروس او پولینډ پر پوله زرګونه کډوال جمع شوي چې په ناقانونه توګه اروپايي ټولنې ته اوښتل غواړي. د دې له وجې د نومبر پر نهمه ډېپلوماټیکه ترینګلتیا زیاته شوه ځکه چې اروپايي ټولنه د پولینډ او روسیه د بېلاروس ترڅنګ درېدلې ده. په عین وخت کې پر پوله د بشري ناورین نښې نښانې هم ښکاري. د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې پر دې موضوع د بېلا بېلو اژانسونو له ویډیوګانو رپورټ جوړ کړی دی.

هاریس: د فضا په اړه به د امریکا – فرانسې هر اړخیز ډیالوګ پیلېږي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هاریس د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره له کتنې وروسته د فضا او سایبري امنیت په برخو کې له فرانسې سره د همکارۍ د زیاتوالي اعلان وکړ.  سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې وویل چې هاریس او مکرون پرون چهارشنبې موافقه وکړه چې د فضا په اړه به د امریکا – فرانسې هر اړخیز ډیالوګ پیلېږي، ترڅو د فضا په اړه ملکي، تجارتي او د ملي امنیت همکاریو ته پراختیا ورکړي.     دغه کتنه د واشنګټن د هغې هڅې یوه برخه ده چې هدف یې له پاریس سره د اړیکو بېرته ښه کول دي. پاریس وروسته له هغې له... Читать дальше...

ملګرو ملتونو افغانستان کې۲۳ نیم زره روغتیاپالانو ته تنخواوې ورکړي

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو په تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې شااوخوا ۲۳ نیم زره روغتیایي کار کوونکو ته تنخواوې ورکړي چې نژدې اته میلیونه ډالره کېږي. د رویټرز د راپور له مخې د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې 'UNDP' او د روغتیايي مرستو نړیوال وجهي صندوق سازمان په ګډه هغه پروګرام بېرته احیا کړی چې د نړیوال بانک په مالي مرسته په افغانستان کې د پخواني حکومت په وخت کې عملي کېده او په اګسټ میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ځنډول شوی و.  له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، ملګري ملتونه افغانستان ته د نغدو پیسو... Читать дальше...



Москва

Свыше 600 навалов мусора устранили в Подмосковье за неделю


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о развитии инновационной экосистемы Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

Победительница «Холостяка» и бывшая Тимати Катя Сафарова появилась на Каннском фестивале




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Цена билетов на суперфинал Кубка России составит от 500 до 15 тыс. рублей

Курсант Пермского военного института Росгвардии принял участие в финале интеллектуальной олимпиады Приволжского федерального округа

Бонгонда: стадион и база «Спартака» — мои любимые места в Москве


ATP

Даниил Медведев идет третьим в чемпионской гонке ATP, Андрей Рублев — пятый



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сергей Собянин. Главное за день



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России