Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2021

Новости за 15.11.2021

 د صنعت کارانو ټولنه: د ۶۰ سلنه تولیدي کارخونو کارونه کم یا په ټپه درېدلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د صنعت‌کارانو ټولنه وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې د ۶۰ سلنه تولیدي کارخونو کارونه کم شوي یا په ټپه درېدلي دي. د دې ټولنې مشر عبدالجبار صافي نن دوشنبه (د لړم په ۲۴مه) ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له واکمنېدو سره بانکي ستونزو د ټول هېواد په کچه د صنعتي فابریکو په فعالیتونو منفي تأثیر کړی دی. ښاغلی صافی وايي، د پیسو د نشتوالي له امله د فابریکو مسؤلان نه‌شي کولای خام مواد وارد کړي، له همدې امله فابریکې یا تړل شوي او یا یې هم فعالیتونه کم شوي دي چې له دې سره د دې فابریکو ډېر کارکوونکي هم وزګاره شوي دي. Читать дальше...

ملاله یوسفزۍ: د ژوندانه د خوښې ملګری مې وموند

Mashaalradio.com 

په ۲۰۱۸ز کال کې عصر د خپلو ملګرو د ليدو لپاره اکسفورډ ته راغلی وو او زموږ ملاقات وشو. هغه په کرکټ بورډ کې دنده لري نو ځکه له ماسره د خبرو کولو لپاره ډېر څه وو. زما طنز او مزاح یې خوښه شوه او زموږ ښه ملګرتيا جوړه شوه.

د اروپایي ټولنې غړي هېوادونه پر بلاروس د بندیزونو یوه نوې لړۍ اعلانوي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د اروپایي ټولنې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران پر بلاروس د بندیزونو یوه نوې لړۍ اعلان کړي. دا په داسې حال کې ده چې د اروپایي ټولنې په ختیځ سرحد او بلاروس ترمنځ پوله کې د کډوالۍ ناورین جدي شوی دی. د بهرنیو چارو وزیران نن په بروکسل کې جرګه کېږي او ویل کېږي چې د بلاروس پر واکمن الکساندر لوکاشینکا، هوایي کرښو، د سفر په خدماتي پرسونل او نورو یو شمېر کسانو بندیزونه ولګوي. دا مهال د منځني ختیځ، افریقا او افغانستان زرګونه کسان د بلاروس او د پولنډ په ګډون د اروپایي ټولنې د درېیو هېوادونو... Читать дальше...



د افغانستان عامې روغتیا وزارت: روغتیايي سیستم له ننګونو، خنډ او ځنډ سره مخ شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت چارواکي مني چې روغتیايي سیستم له ننګونو او خدمتونه‌یې له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي. واک ته له رسېدو وروسته، د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت چارواکي د حکومت د رسنیو په مرکز کې په لومړي ځل په روغتیايي سکټور کې شته ننګونې او د راتلونکې په اړه‌یې اندېښنې له رسنیو سره شریکوي. د دې وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۴» وايي، روغتیايي سکټور تل په بهرنیو مرستو پورې محدود پاتې شوی، پر ځان د بسیاینې لپاره‌یې هېڅ کار نه‌دی شوی او له بهرنیو... Читать дальше...

په پېښور کې د زړو او نايابه ګاډو رېلي ترسره شوه

Mashaalradio.com 

د پېښور سروسز کلب کې سېلګرۍ محکمې د زړو او نايابه ګاډو (وېنټېج کار) رېلي جوړه کړې، چې موخه يې سېلګرۍ ته وده ورکول دي. دا دوه ورځنۍ رېلي د اتوار په ورځ پای ته ورسېده. نور په دې ويډيو کې

طالبانو د پاسپورټ ۶۰ تنه جعل‌کاران او کمېشن‌کاران نیولي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د پاسپورټ ۶۰ تنه جعل‌کاران او کمېشن‌کاران یې نیولي دي. د دغه وزارت ویاند سعید خوستي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دا کسان د دوی د کورني امنیت له‌خوا پېژندل او نیول شوي چې په خبره‌یې د پاسپورټ ریاست کارکوونکي هم په‌کې شامل دي. خوستی وایي، نیول شویو کې ځیني داسې هم شته چې د طالبانو په نوم‌یې جعلي اخطارنامې جوړولې. طالبانو وړمه ورځ په ۷ ولایتونو کې هم د پاسپورټ وېش پيل کړ، خو سره له دې هم په کابل کې پر دې ریاست ګڼه ګوڼه ډېره زیاته ده او په ورځو ورځو خلکو ته نوبت نه‌ور رسېږي.

طالبان: د ۱۲ ټولګیو زده‌کوونکې به له کلنیو ازموینو پرته له ښوونځیو فارغې شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، د روان کال د ۱۲ ټولګیو زده‌کوونکې به له کلنیو ازموینو پرته له ښوونځیو فارغې شي. پر افغانستان د طالبان له واکمنېدو درې میاشتې واوښتې او د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې بندې پاتې دي. اوس چې یوه اوونۍ د ښوونځیو کلنیو ازموینو ته پاتې ده، طالبانو تازه د یو نوي پلان په اعلانولو ویلي چې له لومړي تر شپږمو ټولګیو نجونو زده‌کوونکو نه به کلنۍ ازموینې واخیستل شي، خو له اووم تر یوولسم ټولګیو زده‌کوونکې به له ازموینو پرته یو ټولګی مخې ته ولاړې شي. د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت... Читать дальше...



طالبان وایي چې کندهار ښار کې یې د داعش پر یوه پټن‌ځای عملیات کړي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي چې د ښار په څلورمه حوزه کې یې د داعش پر یوه پټن‌ځای عملیات کړي دي. کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال او د اطلاعاتو امر شمس‌الله صمیم ازادي راډيو سره خبرو کې دا بریالي عملیات وبلل. ښاغلی صميم زياتوي: "د اسلامي امارت امنیتي او کشفي ځواکونو تېره شپه کندهار ښار کې د داعشي فتنه‌ګرو پر پټن‌ځای عملیات ترسره کړل، پایله کې ۸ داعشیان ژوندي ونیول شول او ۴ نور ووژل شول." عیني شاهدانو ازادي راډيو ته ویلي چې پر داعش د عملیاتو پر مهال‌یې د چاودنې غږ هم اورېدلی دی. Читать дальше...

سیګار: د منځنۍ اسیا هېوادونه کولای شي پر افغانانو خپله برېښنا بنده کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرپلټونکي اداره سیګار وایي، د منځنۍ اسیا هېوادونه کولای شي پر افغانانو خپله برېښنا بنده کړي. سیګار نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د راپورونو له مخې د طالبانو حکومت ګاونډیو هېوادونو ته د برېښنا پیسې نه‌دي ورکړي. سیګار خبرداری ورکړی چې اوسنیو تړونونو ته په پام، د برېښنا صادروونکو هېوادونو ته د پیسو د نه‌ورکړې له کبله خپله برېښنا بندولی شي. د افغانستان وارداتي برېښنا تر ډېره د منځنۍ اسیا له دوو هېوادونو ازبکستان او ترکمنستان څخه تأمینېږي. هڅه مو وکړه... Читать дальше...

کوسوو کې د سکرو برېښنا کوټونو چاپېریال ککړ دی

Mashaalradio.com 

د کوسوو دوه لوی بريښناکوټونه/بجلي ګرې د چاپېریال ککړولو سبب ګرځيدلي دي. هلته نزدې اوسېدونکې وايي، د سکرو دا برېښناکوټونو دومره زیات لوګۍ باسي چې خلکو ته یې د روغتيا ستونزې جوړې کړې دي. د ماحولیاتو ځيني ډلې وايي، د کوسوو مسله د سکرو بجلۍ ګرې نه بلکې د صنعتونو خراب نظام او د الودګۍ نه مخنيوی دی. د مشال راډيو د بلکان څانګې ويډيويي راپور ګل اياز پښتو کړی.

د ایران یو جګپوړی دولتي پلاوی له طالب مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د تهران د ځانګړي استازي حسن کاظمي قُمي په مشرۍ یو دولتي پلاوی د طالبانو له مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل چې د ایران په پلاوي کې د څو وزارتونو معینان او استازي شامل دي او د طالبانو له مشرانو سره به پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي. ښاغلی وثیق زیاتوي: "د دوی د سفر موخه او هدف د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا او غښتلتیا او همداراز په دواړو هېوادونو کې د تجارتي او ترانزیټي ستونزو شریکول دي ترڅو افغان او ایراني تاجرانو ته سهولتونه اماده شي. Читать дальше...

یو شمېر کابل ښاریان: طالبانو د ژمنې خلاف ښار کې نوي سمنټي دېوالونه ايښي

Pa.azadiradio.com 

کلونه کېږي چې د افغانستان پلازمېنې کابل ښار له یو شمېر سیمو سمنټي دېوالونه راتاو شوي، سربېره پر دې چې دې دېوالونو د ښار ښکلا راکمه کړې، ښار ته‌یې یو ډول نظامي څېره هم ورکړې ده. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري چې طالبانو د خپل حکومت په پیل کې ژمنه کړې وه چې یاد دېوالونه به له ښاره لیرې کوي، خو د دوی په خبره طالبانو پر خپلې دې ژمنې عمل نه‌دی کړی. د کابل د کارتې نو سیمې یو اوسېدونکی چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو د دوی په سیمه کې تازه دېوالونه ځای پر ځای کړي دي. دی زیاتوي... Читать дальше...

کابل کې چاودنې ۲ ملکیان ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار خوشحال خان مېنه کې چاودنې دوه ملکي کسان ټپیان کړي دي. د دغه وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته وویل، د مقناطیسي ماین له کبله دغه چاودنه نن غرمه مهال د ملکیانو پر موټر شوې ده. تر اوسه د چاودنې مشخص هدف معلوم نه‌دی او مسؤلیت‌یې هم چا پر غاړه نه‌دی اخیستی. کابل کې وړمه ورځ په یوه ټونس ډوله ښاري موټر ورته چاودنه وشوه چې مسؤلیت‌یې داعش وسله‌والې ډلې ومانه. په هغې چاودنه کې چې د دشت برچي په سیمه کې وشوه د حمید سیغاني په نوم یو افغان خبریال هم ووژل شو. Читать дальше...

ارزګان کې یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ د مرستو له ناعادلانه وېش شکایت کوي

Pa.azadiradio.com 

ارزګان کې له جګړې یو شمېر بې‌ځایه شوې او بې‌وزله کورنۍ وایي، د مرستو په وېش کې ورسره د مور میرې چلند کېږي. ۴۵ کلنه شاه‌ګل چې د کورنۍ د ۱۳ غړو سرپرستي ورله غاړې ده او جګړو له چارچینو ترینکوټ ته کډه کړې وایي، تر اوسه‌یې د مرستو مخ نه‌دی لیدلی. هغې چې په تېرو جګړو کې په درېیو زامنو بوره شوې، د ازادي راډیو خبریال ته د زړه غوټې خلاصې کړي. دې وویل: "خپلو کونډو او یتیمانو ته‌یې ورکوي، معیوبه زوی مې دی په کور کې، هغه دی وبه‌یې وینې، دی د غوښې په ارمان دی، له لوږې څخه‌یې پلمیټ خوړل، دی صرف پسې ګوري،... Читать дальше...

اندونیزیا کې د یو شمېر افغان کډوالو لاریون: بهر کې دې زموږ د مېشتېدو چارې چټکې شي

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان کډوالو د اندونیزیا په پلازمېنه کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ مخې ته اعتراضیه لاریون وکړ. د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې کې دېره دغو سلګونه افغان پناه غوښتونکو او کډوالو نن د لړم په ۲۴مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د دفتر مخې ته د لاریون پر مهال غوښتنه وکړه چې په بهر کې د دوی د مېشتېدو چارې باید چټکې شي.  د لاریونوالو په شعارونو کې لیکل شوي وو، زموږ کورنۍ په خطر کې دي، لطفاً ژر اقدام وکړئ او کډوال ځای پر ځای کړئ او ژوند یې خوندي کړئ.  د... Читать дальше...

داعش کابل کې د وروستۍ چاودنې مسؤلیت ومانه؛ متقي: دا ډله ورځ تر تر بلې کمزورې کېږي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې داعش ډلې په کابل کې، د شنبې ورځې د ماښام چاودنې مسؤلیت ومانه، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، یاده ډله ورځ تر بلې کمزورې کېږي. روېټرز خبري اژانس لیکي، دې ډلې په خپل تلګرام د دې پېښې مسؤلیت منلی. طالبانو په دې پېښه کې د یوه تن د وژل کېدو او دوو نورو ټپي کېدل تأیید کړي، خو روېټرز د وژل شویو شمېر ۶ او ټپیان ۷ تنه ښيي. داعش ډلې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، ۵ لویې او یو شمېر وړې حملې کړي چې د طالبانو په ګډون‌یې ملکي وګړي هم هدف ګرځولي. د داعش له لویو بریدونو ۳ یې په کابل،... Читать дальше...


Музыкальные новости
Бато Багдаев

Бурятский госцирк представил новое руководство: Театр и цирк, Россия и культура, дети





Rss.plus
Арцах

Звезды спорта. Кто они такие и почему их так называют?




Собянин: Начинается прием заявок на вокальный конкурс «Московская A Cappella»

Подмосковная команда выиграла Кубок России по мотоболу

Китайская Haiwei и РФПИ вложат 7 млрд руб. в строительство терминала по перевалке СУГ на Дальнем Востоке

В Одинцове пройдет 3 этап серии забегов для детей и взрослых «TOPSKI Family Run»




د اباسين درياب د نابينا ډالفن کبانو د ژغورنې هڅې

Mashaalradio.com 

د پاکستان په سيند صوبه کې د ځنګلي ژويو د څانګې کارکوونکي د اباسين درياب هغه ډالفن کبان ژغوري چې په اوبو کې يې لاره غلطه کړې او له خپل اصل ځای څخه نورو اوبو ته تللي دي. په تازه اوبو کې د اوسېدونکو دغه نابينا ډالفن کبانو نسل د ورکېدو له خطر سره مخامخ دی. احمد شاه اعظمي د رويټرز اژانس ويډيويي راپور پښتو کړی دی.

امریکا کیوبا د ډارونې د تاکتیکونو له امله وغندله

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحده ایالاتو، کیوبا د هغه څه له کبله وغندله چې د دغه هېواد د ډارونې تاکتیکونه‌یې بللي دي. دا انتقاد وروسته له هغې کېږي چې د کیوبا امنیتي ځواکونو د حکومت ضد اعتراضونو په درشل کې د یوه مخکښ مخالف کور کلابند کړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون یکشنبه په یوه اعلامیه کې وویل: "د کیوبا له حکومته غوښتنه کوو چې د خلکو سوله‌ییزو غونډو او د حکومت د غچ اخیستنې او تاوتریخوالي له ډار پرته د خپل اواز پورته کولو ته د اجازې په ورکولو سره د کیوبا د خلکو حقونو ته درناوی وکړي." په کیوبا... Читать дальше...

د اروپا د چاپېریال ساتنې اداره: د هوا د ککړتیا له امله پر وخت مړینه کمه شوې

Pa.azadiradio.com 

د اروپا د چاپېریال ساتنې اداره وايي، د هوا د ککړتیا له کبله، په اروپايي ټولنه کې د پر وخت مړینو اندازه تر پخوا کمه شوې ده. خو دغه اداره وايي، په یوه کال کې یې په دې ټولنه کې د دې ستونزې له کبله د څه باندې ۳۰۰ زره کسانو مړینه ثبت کړې ده. د اروپا د چاپېریال ساتنې ادارې په هغه راپور کې چې نن دوشنبه خپور شو ویلي، که د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه د هوا د کیفیت د بهترۍ لپاره د روغتیا نړیوال سازمان سپارښتنې په پام کې ونیسي، د مړینو شمېر به نیمايي ته راکم شي. په ۲۰۱۹م کال کې د هوا د ککړتیا له کبله... Читать дальше...

د بلغاریا په یوه روغتون کې د 'کووېډ-۱۹' څانګه کې اورلګېدنې ۳ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بلغاریا چارواکي وايي، تېره شپه د یوه روغتون د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو په څانګه کې اورلګېدو درې ناروغان مړه کړي دي. د سلیفن جنوبي ښارګوټي په مرکزي روغتون کې دغه اور پر ځايي وخت نن سهار وختي درې بجې په هغه خونه کې بل شو چې درې ناروغان په‌کې تداوي کېدل. دوه کسان ځای پر ځای او درېیم کس وروسته د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه. لګېدلی اور د اور وژونکو له‌خوا مړ شوی او چارواکي وايي چې د دې پېښې د علت معلومولو لپاره څېړنې پیل شوې دي.

پولنډ: پناه غوښتونکي به له بلاروسه په زوره د راننوتلو هڅه وکړي

Pa.azadiradio.com 

د پولنډ چارواکي وايي، دوی اټکل کوي چې پناه غوښتونکي به له بلاروس سره پر پوله دغه هېواد ته په زوره، د ننوتلو لپاره پراخه هڅه وکړي. تر دې یوه ورځ مخکې ۲۰۰ پناه غوښتونکو هڅه وکړه چې د اروپايي ټولنې غړي هېواد پولنډ ته ننوځي. په زرګونو کسان چې ډېری یې د منځني ختیځ وګړي دي، په سختو شرایطو کې د بلاروس د قلمرو په سرحدي سیمه کې دېره دي او پولنډ ته‌یې د اوښتو مخه نیول شوې ده. د پناه غوښتونې بحران د بلاروس د زورواکي الکساندر لوکاشینکا او اروپايي ټولنې ترمنځ په یوه ډیپلوماتیک کړکېچ بدل شوی دی. بلاروس... Читать дальше...

په روسیه کې په یوه ورځ ۱،۲۴۱ کسان په کرونا ویروس مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې په یوه ورځ په کرونا ویروس په بې‌ساري ډول د ډېرو کسانو مړینه ثبت شوې ده. په اروپا کې په وروستیو اوونیو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې دومره زیاتې شوي چې د کرونا وبا له پیله‌یې ساری نه‌و لیدل شوی. په روسیه کې د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې کاري ډلې نن یکشنه وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱،۲۴۱ کسانو مړینه ثبت شوې ده. په دې موده کې په کرونا ویروس ۳۹ زره ۲۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي چې بې‌ساري ګڼل شوې دي. په روسیه کې په ټوله کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې تر ۹ ملیونو اوښتي او څه باندې دوه لکه ۵۴ زره کسان‌یې له کبله مړه شوي دي.



Москва

Стоматолог Татьяна Сумцова: какие зубные пасты вредны для зубов


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Столичный мэр реорганизовал управы в ТиНАО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Визбор

На летнем джазовом фестивале в Перми выступит внучка барда Юрия Визбора




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Стартовал финальный этап всероссийского футбольного турнира «Будущее зависит от тебя»

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков


Карен Хачанов

Хачанов проиграл Табило в 1/8 финала «Мастерса» в Риме



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о роли несырьевого экспорта в российской экономике



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России