د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې اندونیزیا ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د اندونیزیا له لوبډلې سره په تدارکاتي لیدنه کې بریا ترلاسه کړه. امېد پوپلزي په ۸۵مه دقیقه کې د افغانستان د پریا لپاره لومړنی ګول ترسره کړ. دغه سیالۍ د سې شنبې په ورځ د ترکیې په انتالیا ښار کې ترسره شوه. د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې غړي دغې سیالۍ ته د چمتووالي لپاره څو ورځې مخکې ترکیې ته تللي وو. د زمري میاشتې په ۲۴مه/د اګسټ ۱۵مه د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته، دا د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لومړنۍ سیالۍ وه.