د هرات چارواکي: د نفتي موادو د بیو د کنټرول لپاره کار کوو
![د هرات چارواکي: د نفتي موادو د بیو د کنټرول لپاره کار کوو](https://gdb.rferl.org/B6810793-4CF7-4F70-B9D6-3A3B80C041EA_w800_h450.jpg)
په هرات ولايت کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکي وايي، د نفتي مواد د نرخونو د کنټرول لپاره په يوې تګلارې کار کوي.
دې خونې د سې شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې وويل، د لويديځ زون له ټولو نفتي سوداګرو سره يې په دې اړه خبرې کړي دي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې سوداګرو د خونې له چارواکو د نفتي توکو د انتقال د کرايې د کمښت غوښتنه کړې.
خبرپاڼه کې وړاندې ويل شوي چې دواړو خواو په دې ټينګار وکړ چې د نرخونو د کنټرول لپاره دې په يوې هر اړخيزې تګلارې کار وشي، څو بازارونو کې د نفتي موادو نرخونه کنټرول شي.