پنټاګون د ځینو افغانانو عکسونه او ویډیو ګانې له خپل وېبپاڼې لېرې کړي
![پنټاګون د ځینو افغانانو عکسونه او ویډیو ګانې له خپل وېبپاڼې لېرې کړي](https://gdb.rferl.org/BD48F570-6178-4F2A-A0DD-C4DCBCFB28CF_w800_h450.jpg)
د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وایي، د هغو په لسګونو زره افغانانو عکسونه او ویډیو ګانې یې د خپل وېب سایټ د تصویري معلوماتو له برخې په موقت ډول لېرې کړي چې په افغانستان کې یې د امریکا له پوځي هڅو سره همکاري کړې او د طالبانو د غچ اخېستنې پر وړاندې زیانمېدونکي بلل کېږي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د دفاع وزارت ویاند جان کربي پرون دوشنبې په واشنګټن کې وویل چې د اګسټ د میاشتې له لومړیو څخه چې د امریکا په مشرۍ د خلکو د ایستلو پروسه پیل شوې وه، د ټولو هغو کسانو تصویرونه یا د پېژندنې نور معلومات لېرې کړای شوي چې زیانمنېدونکې بلل کیږي.
هغه وویل چې د دغو کسانو تصویرونه او نور معلومات به بېرته په عام ډول وړاندې شي چې وضعیت خوندي وانګیرل شي.
کربي وویل، ۱۲۴ زره عکسونه او ۱۷ زره ویډیوګانې یې له وېبپاڼې لېرې شوي دي.