په کابل کې دوه چاودنې او وسله والې ډزې
![په کابل کې دوه چاودنې او وسله والې ډزې](https://gdb.rferl.org/e4a535c7-c8bc-4642-bb5a-8e77e258e027_tv_w800_h450.jpg)
د کابل په وزیراکبرخان مینه کې د دوو چاودنو او د ډزو غږونه اوریدل شوې دي. په تصویرونو کې ښکاري چې د پیښې له ځایه لوګۍ هواته پورته کیږي.
د طالبانو یوه مرستیال ویاند بلال کریمي آزادي راډیو ته وویل چې یوه چاودنه د سردارمحمد داوودخان څلورسوه بستریز پوځي روغتون دروازې ته نژدې شوې ده.
د دې پيښې مسولیت تراوسه چا یا کومې ډلې ندی اخیستی.
د اګست له پنځلسمې راهیسې چې کابل د طالبانو لاس ته لویدلی، د اسلام دولت ډلې د خراسان څانګې پرجوماتونو او نورو هدفونو د ډیرو حملو مسولیت اخیستی دی.