ائتلاف ملي امېد جوانان: طالبانو د افغان ځوانانو کار او زدهکړو ته پام نهدی کړی
په کابل کې د «ائتلاف ملي امېد جوانان» په نوم بنسټ وايي، طالبانو د افغان ځوانانو وضعیت په ځانګړي ډول کار او زدهکړو ته پام نهدی کړی.
دغه بنسټ له طالبانو غواړي چې د افغان ځوانانو وضعیت ته پام وکړي او د ټولنې دې برخې ته په کور دننه او بهر د زدهکړو او کار زمینه برابره کړي.
د دې بنسټ په خبري ناسته کې ګډونوالو دغهشان له طالبانو غوښتنه وکړه چې د ځوانانو په ځانګړي ډول د نجونو غوښتنو ته پام وکړي.
دې بنسټ د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۱۲» په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال غوښتنه وکړه چې باید په دې هېواد کې ټولګډونه حکومت رامنځته او د هغه دولتي ادارو دروازې چې تر اوسهيې فعالیت نهدی پیل کړی د مراجعینو پر مخ پرانیستل شي.
د دې بنسټ رئیس محمد علي جعفري د دغه ناستې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "زموږ د دې ناستې اصلي هدف دا و چې اسلامي امارت باید خپلې هغه ژمنې چې د یو ټولګډونه حکومت په اړهيې کړې وې عملي کړي تر څو ټول ځوانان پهکې خپل راتلونکې وګوري، تر دې دمه له بده مرغه چې زموږ تعلیمیافته ځوانان له بېکارۍ ځورېږي دوی په تېرو ۲۰ کلونو کې پراخه زدهکړې کړي او په بېلابېلو برخو کې يې تجربې ترلاسه کړې دي."
ښاغلي جعفري وویل چې د ناستې ګډونوالو د دغه موضوعاتو ترڅنګ خلکو ته د کاري زمینو رامنځته کولو، نجونو ته د زدهکړو د حق ورکولو او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنې هم وکړې.
نوموړي وویل، طالبان باید ژر تر ژره افغان ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.
خو طالبان وايي چې د افغان ځوانانو لپاره د زدهکړو او کاري زمینو د رامنځته کولو په برخه کې په کور دننه او بهر هڅې روانې دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي ازادي راډيو ته وویل: "د اسلامي امارت مسؤلین ډېره هڅه کوي چې ځوانانو ته د کار په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي، دغهشان د زدهکړو په برخه کې له ازبکستان سره خبرې شوې دي، همدا اوس زموږ یو پلاوی سعودي عربستان ته تللی او د هغه هېواد له مسؤلینو سره د ورزش، زدهکړو او نورو بېلابېلو برخو کې د همکاریو په اړه بحث کوي."
ښاغلي کریمي دا هم وویل چې په افغانستان کې حکومت د ټولو اقشارو څخه جوړ دی او په دې برخه کې باید اندېښنې نهوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ راوروسته د بېکارې کچه لوړه شوې ده او زیات شمېر هغه ځوانان چې مخکې يې له بېلابېلو بهرنیو مؤسسو او ادارو سره کار کاوه په کور ناست دي او د نجونو پر مخ هم له شپږم ټولګي پورته د زدهکړو دروازې تړل شوې دي.
یو شمېر بېروزګاره ځوانانو هېواد پرېښي او ځیني نور هم بهر ته د تګ هڅه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ۲۰ کلونو کې د ځوانانو د پرمختګ او ظرفیت لوړونې په برخه کې ډېرې هڅې شوې وې، ان تر دې چې د افغانستان زیات شمېر دولتي ادارې د ځوانو کدرونو لهخوا اداره کېدې.