امریکا کې د اپارتمانونو له څښتنانو غوښتنه: افغانانو ته کورونه په کرایه ورکړئ
![امریکا کې د اپارتمانونو له څښتنانو غوښتنه: افغانانو ته کورونه په کرایه ورکړئ](https://gdb.rferl.org/8b63aafe-7ea2-4c54-8e7a-08fecd0d5b6a_cx0_cy5_cw0_w800_h450.jpg)
د امریکا په کنټیکیټ ایالت کې چارواکو او د کډوالو د حقونو مدافعانو د اپارتمانونو له څښتنانو څخه غوښتي چې هغو لسګونو افغان کورنیو ته دې کورونه په کرایه ورکړي چې افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له دې هېواد څخه امریکا ته کډه شوي او ځیني یې په دې ایالت کې ځای پر ځای کېږي.
د اسوشیټډ پرس خبري اژانس وايي، دا کسان تضمینوي چې د کورونو کرایه به ورکول کېږي.
هغه ډلې چې د کډوالو د ځای پر ځای کېدو په برخو کې کار کوي، په دې هڅه کې دي څو امریکا ته تللیو افغان کډوالو ته سلګونه کرایي اپارتمانونه پیدا کړي، خو د دوی په وینا د کورونو ځیني خاوندان افغان کډوالو ته د کورونو په کرایه ورکول نهغواړي.
د کنټیکیټ ایالت والي نډ لامونټ په یوه خبري غونډه کې د افغان کډوالو پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د امریکا فدرالي حکومت د دې ایالت چارواکو ته ویلي چې له افغانستان څخه د ۵۱۰ کډوالو ور رسېدو ته چمتو واوسي. د چارواکو په وینا ۲۱۴ تنه افغان کډوال لا د مخه د کنیټیکیټ ایالت ته رسېدلي دي.
د امریکا د حکومت د معلوماتو پر بنسټ په وروستیو څو میاشتو کې لسګونه زره افغان کډوال د امریکا متحده ایالاتو ته لېږدول شوي او تر ۳۰ زرو پورې نور افغان کډوال به تر راتلونکي کال پورې دې هېواد ته ورسېږي.
واک ته د طالبانو په رسېدو، یو زیات شمېر افغانان چې سیاستوال، د بشري حقونو فعالان، ژورنالېستان او د مدني ټولنې غړي پهکې شامل دي له افغانستان څخه وتلي دي.