د تېلو لویو تولیدوونکو هېوادونو د تېلو د لږ تولید پر دوام موافقه وکړه
![د تېلو لویو تولیدوونکو هېوادونو د تېلو د لږ تولید پر دوام موافقه وکړه](https://gdb.rferl.org/80f7a484-794d-477d-b258-3d24d1c750cf_cx14_cy5_cw83_w800_h450.jpg)
د تېلو لویو تولیدوونکو هېوادونو، اوپک سازمان موافقه کړې چې د ډېر تولید لپاره د واشنګټن له فشار سربېره به لږ تولید ته دوام ورکړي.
واشنګټن په دې سازمان فشار راوړی چې زیات تېل تولید کړي څو بیې یې لوړې لاړې نهشي.
د اوپک ۱۳ غړو هېوادونو او ۱۰ شریکانو یې پرون هغه پرېکړه تأیید کړه چې په جولای کې نیول شوې او له مخې یې د تېلو د تولید د تدریجي زیاتوالي په سر سلا شوې وه.
د سعودي عربستان او روسیې په مشرۍ اوپک سازمان ویلي چې په ورځ کې د څلورو لکو بېرلو تېلو تولید ته به دوام ورکوي. دلیلیې دا راوړی چې دا اندازه تولید د تېلو بازار ثابته ساتي او مصرفوونکي له تولید ډاډمن وي.
په دې وروستیو کې د نړۍ په اکثرو هېوادونو کې د تېلو بیې تر ډېره لوړې شوي.
تمه ده د اوپک پلاس سازمان بله ناسته د ډسمبر په دوهمه ترسره شي.
معلومه نهده چې هلته به د تېلو د تولید د زیاتېدو پرېکړه کېږي که څنګه.