کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې
په کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پای ته ورسېدې. د سوک وهنې فدراسیون په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې دغه سیالۍ لس ورځې وړاندې پیل شوې وې او نن پای ته ورسیدې.
د دې فدراسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې لوبو موخه د غوره استعدادونو پېژندل او د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته یې انتخابول وو.
د یاد فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې د کابل، ننګرهار، غزني، نورستان او کونړ ولایتونو له ۸۰ وزرشي کلپونو څخه ۱۸۰لوبغاړو ګډون کړی و.
فدراسیون وايي، له لوبغاړو ۲۶ تنه یې د ځوانانو منتخبې لوبډلې ته انتخاب شول.