کابل کې فوټبال؛ البرز-اتلانو ته او عقابان-هریرود ته ماتې ورکړه
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ د سیالیو په لړۍ کې نن دوه لوبې وشوې.
د فوټبال فدراسیون ویاند فیروز مشعوف د نننیو لوبو د نتایجو په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورکړل: "د سیمرغ البرز لوبډلې درې د صفر پر وړاندې د میوند اتلانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او په دوهمه لوبه کې د هندوکش عقابانو درې- یو توپان هریرود ته ماتې ورکړه."
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالۍ پرون د لړم په ۱۴مه پیل شوې.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا په افغانستان کې د فوټبال لومړی لیګ دی.