د قزاقستان په یوه کان کې چاودنې ۶ تنه وژلي او ۲ نور یې ژوبل کړي
د قزاقستان په یوه کان کې د چاودنې په نتیجه کې شپږ کسان مړه او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.
د دغه هېواد د اضطراري پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت نن یکشنبه (د لړم په ۱۶مه) وویل، پېښه په قراغندي سیمه کې د ابای په نوم د ډبرو د سکرو په یوه کان کې شوې ده.
د چاودنې پر مهال په کان کې ۶۴ کان کیندونکي حاضر وو او ۵۴ تنه یې توانېدلي دباندې ووځي.
آرکیلور-میټال شرکت چې د دغه کان د استخراج مسوولیت پرغاړه لري، ویلي چاودنه د ګازو او ډبرو د سکرو له کبله شوې ده.