میرویس اشرف د افغان کرکټ بورډ نوی سرپرست مشر وټاکل شو
![میرویس اشرف د افغان کرکټ بورډ نوی سرپرست مشر وټاکل شو](https://gdb.rferl.org/0ff40000-0aff-0242-6c9d-08d9a49c9b10_cx0_cy13_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی غړی میرویس اشرف د کرکټ بورد د نوي سرپرست مشر په توګه وټاکل شو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې دغه ګمارنه د رییس الوزرا د حکم پر بنسټ شوې ده.
د تېرې شنبې په ورځ هم کرکټ بورډ پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه د دغې ګمارنې خبر خپور کړ، خو وروسته یې له کوم لامل پرته لېرې کړ.
بیګا هم شااوخوا یو ساعت دا خبر د کرکټ بورد پر فیسبوک پاڼه و، خو وروسته لېرې شو.
د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک رسنیو ته ویلي چې د دوی د تېرې شپې پوسټ د فیسبوک ادارې لېرې کړی دی او دوی اجازه نه لري چې ۲۴ ساعتونو پورې پر دې پاڼه بل پوسټ وکړي.
د افغانستان د کرکټ اکثرو غړیو له دې ډلې راشد خان میرویس اشرف ته د نوې دندې مبارکي ورکړې ده.