هاریس: د فضا په اړه به د امریکا – فرانسې هر اړخیز ډیالوګ پیلېږي
![هاریس: د فضا په اړه به د امریکا – فرانسې هر اړخیز ډیالوګ پیلېږي](https://gdb.rferl.org/0ff60000-0aff-0242-3f86-08d9a4976a65_w800_h450.jpg)
د امریکا د ولسمشر مرستیالې کامالا هاریس د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره له کتنې وروسته د فضا او سایبري امنیت په برخو کې له فرانسې سره د همکارۍ د زیاتوالي اعلان وکړ.
سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې وویل چې هاریس او مکرون پرون چهارشنبې موافقه وکړه چې د فضا په اړه به د امریکا – فرانسې هر اړخیز ډیالوګ پیلېږي، ترڅو د فضا په اړه ملکي، تجارتي او د ملي امنیت همکاریو ته پراختیا ورکړي.
دغه کتنه د واشنګټن د هغې هڅې یوه برخه ده چې هدف یې له پاریس سره د اړیکو بېرته ښه کول دي.
پاریس وروسته له هغې له متحدو ایالاتونو او اسټرالیا څخه خپل سفیران ور وغوښتل چې امریکا د جنوبي پاسفیک په سیمه کې د سیمه ییز ځواک چین پر وړاندې د مقابلې لپاره له بریتانیا او اسټرالیا سره نوی امنیتي تړون اعلان کړ.
د دغه تړون له مخې به اسټرالیا د امریکا پر اټمي وسلو سمبال اوبتلونو ټکنالوژي ته لاسرسۍ ولري او کانبیرا هم له فرانسې سره د متعارفو او بتلونو د میلیارډونو ډالرو شوې معامله باطله کړه.