طالبان: پکتیا کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي
په پکتیا کې د طالبانو چارواکي د دوو ښځو د جسدونو د موندلو خبر ورکوي.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي خالقیار احمدزي ازادي راډيو ته وویل چې دا مېرمنې په مرکز ګردېز کې په مرموز ډول وژل شوي دي او د سیمې اوسیدونکي هم په دې اړه له جزییاتو نه دي خبر: "د ګردېز د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د عبدالله کلا په سیمه کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي. دا مېرمنې د کابل د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکې وې چې تېره شپه د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو ویشتل شوي. د سیمې خلک هم دا مېرمنې نه پېژني."
ښاغلي احمدزي زیاته کړه چې امنیتي چارواکو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړي.
د ښځو د مرموزو وژنو موارد په دې وروستیو کې زیات شوي دي.
نژدې اتلس ورځې مخکې (د اکتوبر په ۲۷مه) د مزارشریف هوايي ډګر ته نژدې د څلورو فعالو مېرمنو جسدونه په یوه کنده کې وموندل شول.