خلک: افغانستان ته د افغان سوداګرو بیرته ستنېدنه ښه زېرۍ دی
![خلک: افغانستان ته د افغان سوداګرو بیرته ستنېدنه ښه زېرۍ دی](https://gdb.rferl.org/5347F3F2-5398-4C7C-9784-6E48F0C78EC8_w800_h450.jpg)
افغانستان ته د یو شمېر سوداګرو بيا راتګ د دغه هېواد اوسېدونکي هیله من کړي دي.
دوی له ازادي راډيو سره په خبرو کې وايي، د افغانستان روان اقتصادي وضعيت ته په کتو له بهره خپل هېواد ته د افغان سوداګرو بېرته راستنېدنه د روښانه راتلونکي زيرۍ له ځان سره لري.
د دوی په خبره، که افغان سوداګر په هره برخه کې پانګونه وکړي او په ترڅ کې یې خلکو ته د کار زمينه برابره شي، لېرې نه ده چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې له روان خراب اقتصادي وضعیت څخه ووځي.
عبدالوهاب مومند چې د کابل ښار یو اوسیدونکی دی وايي:"افغانستان ته د افغان سوداګرو راتګ ښه زیرۍ له ځان سره لري، هيله لرو چې روان اقتصادي حالت بېرته ښه شي."
ددې ښار بل اوسیدونکی حیات الله هم ورته نظر لري: "دا ښه خبر دی، موږ هيله لرو چې نورسوداګرهم افغانستان ته راشي او دلته پانګونه وکړي، ډېر خلک کار ته اړتيا لري."
دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې راستنو شوېو سوداګرو ته د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې زمينې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده چې د افغان سوداګرو دويمه ډله تېره ورځ له عربي متحده اماراتو څخه افغانستان ته راغله .
دغه سوداګر د طالبانو تر راتګ وروسته له افغانستانه وتلي وو.