Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Ноябрь
2021

طالبان: د ۱۲ ټولګیو زده‌کوونکې به له کلنیو ازموینو پرته له ښوونځیو فارغې شي

0
طالبان: د ۱۲ ټولګیو زده‌کوونکې به له کلنیو ازموینو پرته له ښوونځیو فارغې شي

د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، د روان کال د ۱۲ ټولګیو زده‌کوونکې به له کلنیو ازموینو پرته له ښوونځیو فارغې شي.

پر افغانستان د طالبان له واکمنېدو درې میاشتې واوښتې او د نجونو پر مخ د زده‌کړو دروازې بندې پاتې دي.

اوس چې یوه اوونۍ د ښوونځیو کلنیو ازموینو ته پاتې ده، طالبانو تازه د یو نوي پلان په اعلانولو ویلي چې له لومړي تر شپږمو ټولګیو نجونو زده‌کوونکو نه به کلنۍ ازموینې واخیستل شي، خو له اووم تر یوولسم ټولګیو زده‌کوونکې به له ازموینو پرته یو ټولګی مخې ته ولاړې شي.

د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت ویاند او د عامه اړیکو مشر نظر محمد عرفان د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د لړم ۲۴» ازادي راډیو ته وویل چې د ۱۲مو ټولګیو زده‌کوونکې به هم له کلنیو ازموینو پرته فارغې شي.

هغه د دې پرېکړې لامل له شپږم ټولګیو لوړ په درسونو کې د ښځینه زده‌کوونکو نه‌ګډون یاد کړ او ویې‌ویل، په زده‌کړو کې تر درې میاشتې ځنډ وروسته به دغو زده‌کوونکو ته د ازموینو ورکړه ستونزمنه وي.

ښاغلی عرفان زیاتوي: "کلنۍ ازموینې به له لومړي تر شپږم ټولګي له نجونو او هلکانو واخیستل شي، دغه‌شان له اووم تر ۱۲ ټولګیو هلکان به هم په فزیکي ډول ازموینو کې ګډون وکړي، خو له اووم ټولګیو لوړو نجونو زده‌کوونکو ته به له ازموینو پرته ارتقاع ورکړل شي تر څو ښوونیز کال‌یې ضایع نه‌شي."

خو یو شمېر نجونې زده‌کوونکې وایي د طالبانو په دې خبرو باور نه‌لري ځکه د دوی په خبره دوی د خپلې واکمنۍ په لومړۍ دوره کې هم ورته څرګندونې کولې، خو نجونې پنځه کاله له تعلیمه بې‌برخې پاتې شوې.

۱۷ کلنه زهره چې د کابل ښار د درېیمو مکروریانو اوسېدونکې او د الفتحې عالي لېسې د ۱۲م ټولګي زده‌کوونکې ده ازادي راډیو ته‌یې وویل، په تېرو دوو کلونو کې یې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله ونه‌شو کړای په سمه توګه درس ووایي او اوس د طالبانو په راتګ سره له درېیو میاشتو راپدېخوا له زده‌کړو لیرې دي.

د دې په خبره د طالبانو دا پرېکړه له ښوونځیو د ښځینه زده‌کوونکو بې‌سواده فارغول دي.

زهره وايي: "زما له انده دا عاقلانه کار نه‌دی، ځکه زموږ یو کال په کور کې ضایع شو، موږ باید زده‌کړې کړې وی، چمتووالی مو نیولی وی چې په پوهنتونونو کې د خپلې خوښې وړ پوهنځي ته بریالۍ شوې وو، خو چې روان کال نظام بدل شو او درې میاشتې ښوونځیو ته لانه‌ړو، که دا نجونې فارغې هم شي بې‌سواده به وي."

بل‌خوا د بشري حقونو فعاله او د یو ښوونځي ښوونکې شبنم نورزۍ د طالبانو د دې پرېکړې په غبرګون ازادي راډیو ته وویل، د ازموینو اخیستل د زده‌کوونکو ترمنځ یو ډول سیالي ده او له مخې یې د هر زده‌کوونکي استعداد مشخصېږي.

د دې په خبره، که نحونې زده‌کوونکې له ازموینو پرته فارغېږي دا په دې معنی ده چې په پوهنتونونو کې به هم محصلانې له ازموینو او د استعدادونو په نظر کې نیولو پرته جذب شي.

اغلې نورزۍ وویل: "زه دې ته حیرانه یم، یوه ښوونکې یو کال په ۳۰ یا ۴۰ زده‌کوونکو زحمت کاږي، خو اخر کې به له ښوونځیو داسې فارغېږي چې ښوونکي یې د سویې په اړه هېڅ نه‌پوهېږي، ښوونکي د دې لپاره له دوی ازموینې اخلي چې کومې زده‌کوونکې یې څومره زیار ایستلی او څومره استعداد لري، دا کار د ښوونکو او زده‌کوونکو د اندېښنې لامل شوی، ښوونځي د تعلیم ختم نه، بلکې د کانکور ازموینې لپاره چمتووالی دی، نو څرنګه به له چمتووالي او ازموینې پرته کانکور ته لاړې شي یا به طالبان کانکور ازموینه هم نه‌اخلي او هر بې‌استعداده کس به پوهنتون ته لار ومومي."

که څه هم د طالبانو حکومت بالاخره له درېیو میاشتو وروسته په ښوونځیو کې د نجونو زده‌کوونکو لپاره په برخه کې دا پرېکړه وکړه، خو د دولتي پوهنتونونو محصلینې لا هم له نا څرګند راتلونکي سره مخ دي.

۲۴ کلن مسعود چې د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو زده‌کړیال دی د طالبانو له حکومته غواړي چې ژر تر ژره دې د محصلینو د برخلیک په اړه هم پرېکړه وکړي.

مسعود وايي: "موږ د دې شاهدان نه‌یو چې یو ځای هم پوهنتون خلاص شوی وي، دې موږ اندېښمن کړي یو او ټول په بې‌برخلیکه حالت کې دي، ځکه دا ضایع شوی وخت نه‌جبرانېدونکی وي، موږ د طالبانو له حکومته غواړو چې زموږ د راتلونکي په اړه دې هم پرېکړه وکړي."

وموغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت د چارواکو نظر هم ولرو، خو دوی زموږ اړیکو او پوښتنو ته ځواب ونه‌وایه.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره ښوونیز او تحصیلي نظام شدید اغېزمن شو، داسې چې له اووم تر ۱۲مو ټولګیو زده‌کوونکې او د پوهنتونونو محصلینې له درېیو میاشتو راپدېخوا په بشپړ ډول پر کورونو کېنول شوي دي.





Губернаторы России
Москва

Собянин рассказал о развитии Москвы на ПМЭФ   





Москва

Парадоксы двойного стандарта


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о развитии столичного района Мнёвниковская пойма



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

В Красноярске рэпер Баста поругался с ГАИ и вынужденно пошел пешком через мост




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Команды руководства Москвы примут участие в турнире по тэг-регби в Суздале

12 июня в Оренбуржье пройдут мероприятия, посвященные Дню России

"Евро-Футбол.Ру": "Спартак" летом купит форварда только в случае ухода Соболева


ATP

Итальянский теннисист Синнер стал лучшей ракеткой мира в рейтинге ATP



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Game News

Life is Strange: Double Exposure продолжит историю Макс Колфилд



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России