د امریکا ځانګړي استازي له روسي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې
![د امریکا ځانګړي استازي له روسي چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې](https://gdb.rferl.org/c3410000-0aff-0242-f7b1-08d9a28ca494_cx1_cy7_cw52_w800_h450.jpeg)
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وایي، له روسي چارواکو سرهیې په مسکو کې د افغانستان په اړه خبرې وکړې.
وېسټ پرون دوشنبه ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د روسیې د ملي امنیت د شورا له مرستیال الکساندر وینیدیکتوف سرهیې په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه خبرې وکړې او هم پر دې وغږېدل چې طالبان دې ته اړتیا لري چې له نړیوالې ټولنې سره کړې ژمنې پوره کړي.
کابلوف له وېسټ سره له کتنې وروسته د روسیې ریانووستي خبري اژانس ته وویل، که څه هم طالبان هڅه کوي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي، خو د هغوی هڅې ډېرې پڅې دي.
د اګسټ میاشتې له نیمایي راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، تر اوسهیې حکومت د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نهدی پېژندلی.