د فوتبال افغان ملي لوبډله ترکیه کې د اندونیزیا سره لوبه لري
![د فوتبال افغان ملي لوبډله ترکیه کې د اندونیزیا سره لوبه لري](https://gdb.rferl.org/b24879e5-cbaf-45da-92af-f8b4e3756620_w800_h450.jpg)
ټاکل شوې چې د افغانستان د فوټبال ملي ټیم نن سې شنبه (د لړم ۲۵مه) د ترکیې په انتالیا ښار کې د اندونیزیا له ټیم سره دوستانه لوبه وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې دغه لوبه نن د افغانستان په وخت د ماښام ۶ نیمې بجې ترسره کېږي.
د افغانستان د ملي ټیم غړي څو ورځې مخکې د دغې لوبې لپاره د تیاریو لپاره ترکیې ته تللي.
د اګسټ د میاشتې له نیمایي وروسته چې طالبانو کابل نیولی، دا د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم لومړنۍ لوبه ده.