کابل کې د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې
په کابل کې نن سې شنبه (د لړم ۲۵مه) د سوک وهنې سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست رسنیز غړي مجیب قاري زاده نن ازادي راډيو ته وویل، په دې سیالیو کې د کابل له کلپونو څخه ۱۸۰ لوبغاړو ګډون کړی.
د ښاغلي قاري زاده د معلوماتو له مخې دغه لوبې د بدني روزنې او ورزش ریاست د سوک وهنې په لوبځای کې د ۶ ورځو لپاره ترسره کېږي.
نوموړی وايي، د دې لوبو هدف د کابل غوره لوبډلې ته د ښه لوبغاړو انتخابول دي.
دا سیالي هرکال په کابل کې د افغانستان د بدني روزنې عمومي ریاست له خوا ترسره کېږي چې په پای کې ۲۶ غوره لوبغاړي ترې انتخابېږي.