اروپایي ټولنه او ازبیکستان ترمز کې افغانانو سره د مرستو مرکز جوړوي
اروپایي ټولنه او ازبیکستان په پام کې لري چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یو مرکز په ترمز ښار کې پرانیزي.
د ازبیکستان د اکي پرېس خبري اژانس د راپور له مخې دا خبره د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې او ازبیکستان ځانګړیو استازیو توماس نیکلسن او عصمت الله ایرګاشییف د افغانستان په اړه پرون دوشنبې په بروکسل کې خبرې وکړې.
د خبر له مخې توماس نیکلسن له افغانستانه د اروپایي ټولنې د غړیو هېوادونو د اتباعو په ایستلو کې د ازبیکستان د هڅو ستاینه وکړه او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات په ټینګښت کې یې له دې هېواد سره د همکارۍ د دوام لېوالتیا ښکاره کړه.
دواړو استازیو په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت او په دې هېواد کې د بشري بحران د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې د دریځ د پیاوړي کېدو په اړه نظریات تبادله کړل.
ملګرو ملتونو د روانې میاشتې په پیل کې ویلي و چې له افغانستان سره د مرستې لپاره د خوړو د نړیوال پروګرام یو لوی مرکز به د ازبیکستان په ترمز ښار کې چې د افغانستان پولې ته نژدې پروت دی، پرانیزي.